د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په سیمې کې په چاودنې کې 41 کسان وژل شويدي


د خیبر پښتونخوا د باجوړ په سیمې کې په چاودنې کې 41 کسان وژل شويدي

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په سیمې کې په چاودنې کې 41 کسان وژل شويدي

د پاکستان په شمال ختیځه برخه کې ځايي چارواکي وایی چې یوه ځان مرګي برید کونکي د خپل ځان پورې د چاودیدونکو موادو په چولو سره 41 کسان وژللي دي او یو ډیر شمیر نور ژوبل شوی دي.

دا حمله وروسته د طالبانو له هغوغبرګو حملو نه وروسته وشوله چې په هغو کې یوولس پاکستاني پوځیان او 24 یاغیان ، ووژل شول.

دغه ځان مرګي حمله د باجوړو د خار په سیمې کې چې د افغانستان سره پوله لري وشوله.

عیني شاهدان وایی چې دا ډیره زوروې چاودنې ځای په ځای دیرش کسان ووژل او یو شمیر نور کسانو په دولتي روغتون کې سا ورکړه.

ځانی مرګي برید کونکي هغه کسان په نښه کړل چې د خوراک نړیوال پروګرام نه خوراکي مواد تر لاسه کول او دا هغه خلک ؤ چې د جنګونو په سبب له خپلو سیمو نه بې ځایه شوي وو.

د دغه پروګرام یو ویاند امجد جمال وايي چې ددغه پروګرام کوم مامورپه دې چادنه کې ژوبل شوی نه دی. ډیرمرګ ژوبله هغو کسانو ته اوښتې ده چې د بیځایه شوو کورنیو پورې اړه لرل. دا چاودنه د ودانۍ په هغه برخه کې وشوله چې ډیر خلک د تلاشی له پاره ولاړ وو.

"دا د خوراکي موادو د ویشلو برخه وه چې د بېځایه شوو کسانو لپاره خلاصه شوی وه. دا هغه خلک وو چې په دې وختونو کې خپلو کورونو ته بیرته راستانه شوي وو. د چاودنې په وخت کې له دوو نه تر درې سوو پورې خلک د خوراکي شیانو د اخیستلو له پاره ولاړ وو او د خوراک د نړیوال پروګرام د خوراکي شیانو د ویشلو کار دوام درلود. "

دا ډیره خونړۍ حمله د پرونۍ حملې نه وروسته وشوله چې طالب یاغیانو د د مهمندو په اجنسۍ کې په یوې پوستې وکړله او په کی یوولس د پاکستان پوځیان او ٢۴ طالبان له منځه ولاړل.

د پاکستان پوځ د یاغیانو پرضد یو برید تر سره کړ چې یې غوښتل د مهمندو په اجنسۍ کې د طالبانو شته والی ختم کړي.

مقامات وايي چې په دې برید کې په سوونو یاغیان وژل شوي دي او ددوی قوی مراکز له منځه تللي دي. خو د پوځي ماهرانو په خبره طالبانو هم خپل عزم او طاقت وښودل او په دې څو میاشتو کې څو ډیر قوي بریدونه کړي دي.

د یاغیانوپرضد په عملیاتو کې ډیر شمیر ځایی خلک بېځایه شوي دي خو په دې وروستیو وختونوکې دغه بېځایه شوي خلک بیرته خپلو کورونوته روان شوي دي.

د امریکا غږ د اردو د څانګې سره په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس وايي چې یاغیان وروسته له دې چې د باجوړ له سیمې نه وتښتیدل اوس د افغانستان د کنړ په ولایت کې میشته دي.

"یاغیان ددغې سیمې نه په استفادې سره د پاکستان په خاوره بریدونه کوي نو ځکه د پاکستان پوځیان نه شي کولی هغوی تعقیب کړي. "

افغان او امریکايي پوځیان د افغانستان په خوا په پوله کې دیره دي ترڅو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG