د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: له افغانستان نه راغلیو طالبانو پر باجوړ برید کړی


پاکستان: له افغانستان نه راغلیو طالبانو پر باجوړ برید کړی
پاکستان: له افغانستان نه راغلیو طالبانو پر باجوړ برید کړی

پاکستاني ماموران وېې څو سوو طالبانو، چې د افغانستان دسرحد نه د باجوړ قبایلي سېمې ته را اوښتلي ؤ، په ېوه کلي باندی حمله وکړه.

پاکستاني مامورانو ووېل چې حمله کوونکو راکټونه، اتوماتېکي وسلې او لاسي بمونه استعمال کړل او کم ترکمه ٥ تنه یې ووژل، چې دوه ښځې هم په کې شاملې دي.

د پاکستان دحکومت ماموران وايي چې امنېتي ځواکونو ځوابي حمله وکړه او د څو ساعتونو پورې د دواړو خوا ترمنځ نښتو دوام وکړ.

په روانه مېاشت کې شېمر وسله وال سړي چې د کونړ ولاېت نه را اوښتلي ؤ په پورته دیر کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته باندې عېن شان حمله کړې وه.

XS
SM
MD
LG