د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان مو په توغندیو ندی ویشتلی


پاکستان: افغانستان مو په توغندیو ندی ویشتلی

پاکستان: افغانستان مو په توغندیو ندی ویشتلی

د اسلام آباد حکومت د کابل دا تورونه رد کړي چې د پاکستان له خوا نه په ختیځ افغانستان باندې له څو ورځو راهیسې د توغندیو ډزې کیږي.

د پاکستان د پوځ نط‍اق تورن جنرال اطهرعباس د دوشنبې په ورځ وویل چې پوځ په قصدي توګه د افغانستان په خاوره باندې د توغندیو ډزې ندي کړي. خو هغه وویل چې دی دا له امکان نه لیرې نه بولي چې امنیتي قواو به پر هغو افراطیانو ډزې کړي وي چې د افغانستان په لورې په تیښته کې وو.

د یکشنبی په ورځ د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي پر پاکستان تور ولګاوه چې د افغانستان په سرحدی ولایتونو باندې یې په تېرو دری اونیو کې یې د توغندیو ۴۷۰ ډزې کړیدي.

ښاغلي کرزي وویل چې په دې ډزو کې 36 کسان وژل شویدي، په دې جمله کې څو ماشومان هم شامل دي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند وايي په تیره میاشت کې د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پر تاڼو باندې پنځه بریدونه وشول.

په دغو بریدونو کې ۵۵ ملیشه عسکر ووژل شول او ۸۰ تنه زخمي شول. دا نښتی د شمال ختیځ په قباېلی علاقه کې وشولې.

ددغو دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ددغو پیښو او یو پر بل تورونو له امله اړیکې ترینګلي شوې دي.

رپوټ وايي د دواړو هېوادونو استاځي به د سه شنبې په ورځ په کابل کې ملاقات وکړي. توقع ده چې په دغه ملاقات کې به د افغانستان د ملي پخلاینې په مسله هم خبرې وشي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا خاص استاځی مارک ګراسمن په کابل کې خبریالانو ته وویل په دغو خبرو کې به په هغو لارو چارو غور وشي چې پاکستان څنګه کولی شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې برخه واخلي.

مارک ګراسمن وویل، دغه مجلس به د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره ددې فرصت برابر کړي چې یو بل ته دا پیغام ورسوي چې دا ضرورت موجود دی چې پاکستان نور دافراطېانو لپا ره خوندي ځاېونه برابر نکړی. ځکه دغه افراطېان په مکرره توګه دناټو پرقواو باندی په افغانستان کې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG