د لاس رسي وړ اتصالات

بې پېلوټه الوتکو نن په شمالي وزیرستان کې حملې وکړې


بې پېلوټه الوتکو نن په شمالي وزیرستان کې حملې وکړې
بې پېلوټه الوتکو نن په شمالي وزیرستان کې حملې وکړې

پاکستانی ماموران واېې چی د ېوې بی پېلوټه امرېکاېې الوتکې په دوو حملو کې چه نن ېې دشمالی وزېرستان په قبایلي سیمه باندې وکړې، شپږ کسان وژل شوی دي.

پاکستانی مقاماتو ووېل چې لومړنئ حمله نن سهار وختی دسپېن وام په کلی شوه او دوه کسان ېې ووژل .

بېا څو ساعته وروسته ېوه بله هواېې حمله د دته خېلو په کلی باندی شوه چه څلور کسان په کی ووژل شول.

گومان کېږی چې دغه کسان طالبان وو.

متحده اېالاتو دپاکستان په شمال لوېدېز کی په قباېلی سمېو کې د طالبانو او القاعدې دطرفدارو افراطېانو په پټو مرکزونو باندی د بی پېلوټه الوتکو حملی زېاتی کړی دي.

له بلی خوا پاکستانې پولېس واېې چه دخېبر په قباېلی سېمه کی په ېوه بازار کی ېو بم چه د موټر ساېکل پوری تړل شوی ؤ وچاود او تقرېبا اوه کسان ېې زخمېان کړل. په زخمی شوو کسانو کی د دسېمی دسولې دجرگی څو تنه غړي هم شامل دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې دپولېسو دېوه وان موټر سره نژدی نن دبم په ېوه چاودنه کی ېو سړی مړ او دری پولېسان زخمېان شوی دي، نور څه تفصېلات ددغې حملی په اړه تراوسه پور ی نه دي ورکړل شوی.

په بلوچستان کی د ډېری مودی نه راپه دې خوا پاڅون شروع شوی دی.

د صوبی وگړي په خپلو طبعی زېرمو کی د پاکستان د حکومت نه خپله ونډه غواړی.

په تېرو څو هفتو کی په بلوچستان کی هغو اکمالاتی لارېو باندی برېدونه زېات شویدي چه په افغانستان کی دناتو دقواو لپاره تېل او نور اکمالات انتقالوي.

XS
SM
MD
LG