د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکو له افغانستان نه پاکستان ته اوښتوونکي ٦ تنه وژلي


بې پیلوټه الوتکو له افغانستان نه پاکستان ته اوښتوونکي ٦ تنه وژلي

بې پیلوټه الوتکو له افغانستان نه پاکستان ته اوښتوونکي ٦ تنه وژلي

د پاکستان د استخباراتو مامورین وایی د امریکا د ډرون الوتکی په حمله کی چه د افغانستان سرحد ته نژدی په شمال لویدیځی قبایلی علاقی کی یی کړیده شپږ کسه وژل شویدی چه گومان کیږی تندروان دی.

دغو مامورینو وویل ډرون الوتکی نن د تندروانو په دغی ډلی باندی چه د گاونډی افغانستان نه شمالی وزیرستان ته ستنیدل لږتر لږه شپږ راکټونه فیرکړیدی.

امریکا د طالبانو اود القاعدی سره تړلو تندروانو باندی د بی پیلوټه الوتکی نه د راکټونو حملی زیاتی کړیدی. د سپتمبر د میاشتی راهیسی په دی سیمه کی کم ترکمه ۴٠ دغسی حملی شویدی.

امریکا په عام ډول ددی حملو په باره کی، چه پاکستانی مامورین یی په خپلی خاوری باندی تیری بولی او ورباندی اعتراض کوی، څه نه وایی .

XS
SM
MD
LG