د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکراتیک پاکستان ملګري وایي پاکستان عاجلو اصلاحاتو ته اړتیا لري


له ښي خوا میرمن کاترین آشتن او میرمن هیلري رادم کلنټن
له ښي خوا میرمن کاترین آشتن او میرمن هیلري رادم کلنټن

دغه نړیوال هیت پرون د جمعې په ورځ د بلجیم د بروسلز په ښار کې غونډه وکړه او پدې یې خبرې وکړي چې پاکستان څنګه کولی شي چې د ورانونکو سیلابونو نه وروسته عادي حالت ته راوګرځي او خپل اقتصادي حالت په سمه توګه پر مخ بوځي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره میرمن کاترین آشتن وایي د دې غونډې نه دا څرګندیږي چې نړیواله ټولنه د پاکستان سره د مرستو کولو لپاره ژمنه ده.

" زما په فکر پدې غونډې سره مونږ د پاکستان د ستونزو د رابرسیره کولو په برخې کې یو بل ګام واخیست. او په هغو مواردو مو خبرې وکړې چې له مخې به یې پاکستان وکولی شي چې د سیلابونو نه وروسته عادي حالت ته راوګرځي او پدغه هیواد کې با ثباته، نیکمرغه او دیموکراتیکه ټولنه جوړه شي شي. "

د دیموکراتیک پاکستان د ملګرو ډله د نړۍ د شپږ ویشتو هیوادونو څخه جوړه شویده، چې امریکا، ایران او کاناډا هم پکې شامل دي. د دغو شپږ ویشتو هیوادونو استازو پرون د جمعې په ورځ په پاکستان کې په ځینو اصلاحاتو باندې خبرې وکړې چې د اوبو او بریښنا مسله هم پکې شامله وه.

د هغوي په اجنډا کې د مالیې ورکولو په موضوع باندې هم تود بحث وشو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ ویلي ؤ پدې خاطر چې په پاکستان کې د سیلاب ځپلو خلکو سره مرستې زیاتې شي نو پکار ده چې په پاکستان کې په بډایه خلکو باندې مالیه زیاته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې میرمن آشتن سره یې په ګډه د غونډې ریاست کاوه ویې ویل چې د مالیې په چارو کې د اصلاحاتو په موضوع باندې کار روان دی.

" زما په اند په پاکستان کې د مالیې ورکولو بنسټ په هغه اندازه پراخه ندی څومره چې باید وی او که مونږ غواړو چې اقتصادي وضع مو نوره هم ښه شي نو پکار ده چې پدې اړه په ټول هیواد کې هڅې وشي. "

نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک داسې اټکل کوي چې په پاکستان کې د سیلابونو د زیان اندازه به تقریباً 10 میلیارده ډالره وي.

تر سیلابونو وروسته ،امریکا او اروپایي ټولنې د پاکستان سره تر 5 سوه میلونه ډالره مرستې کړيدي او اروپایي ټولنې دا وړاندیز هم کړیدی چې د پاکستان په 75 تولیداتو باندې به د ګمرک د تعرفې اندازه کمه کړي او پدې سره به د پاکستان د سوداګرۍ چارې ګړندۍ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا وایي چې په تعرفو کې کموالی به د پاکستان د اقتصاد سره مرسته وکړي.

" د پاکستاني تولیداتو لپاره د مارکیټ په پراخوالي سره به خلکو ته کارونه پیدا شي، د پاکستاني اقتصادي وضع به هم ثابته شي او بله دا چې پدې سره به د پاکستان او اروپایي ټولنې تر منځ دوامداره ستراتیژیکه انډیوالي هم جوړه شي. "

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په پاکستان کې 12 میلونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري او ویل کیږي چې په سیلابونو کې 21 میلونه خلکو ته تاوانونه رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG