د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل اټومي پروگرام پراخوي

  • نسېم ستانېزى

جنرال اشفاق کېانی د ېو بلیسټېک توغندي له ازموېنی دمخه له عسکرو سره گوري

جنرال اشفاق کېانی د ېو بلیسټېک توغندي له ازموېنی دمخه له عسکرو سره گوري

پاکستان دخپلی اټومی اېنرژۍ او اټومی وسلو د پراخولو او پرمخ بیولو په پروگرام بوخت دی او چین په دغه معامله کې د پاکستان باوري شریکباڼی دی.

پاکستان دخپلی اټومی اېنرژۍ او اټومی وسلو د پراخولو او پرمخ بیولو په پروگرام بوخت دی. که څه هم له نړۍ والو څارونکېو سره دا اندېښنه شته ده چې د پاکستان د اټومی پروگرام حفاظتي تدابیر د ډاډ وړ دي او که نه.

ېو شمېر چارواکی استدلال کوی چې امریکا دې له اسلام اباد سره د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې هغه را ز معامله وکړي لکه څنگه ېې چې له هند سره د ملکی اټومی انرژۍ د پرمختگ په برخه کې کړېده.

د هغوی په وینا البته که چېرې اسلام اباد ېو شمېر حفاظتی اقداماتو ته غاړه کېږدي، لکه څنگه چې د هند او امریکا ترمنځ موجود دي.

خو د پاکستان د اټومي انرژۍ د ادارې رئېس وايي چې دوی دا غوره گڼي چې له چېن سره په دې برخه کې معامله وکړي.

د امریکا غږ خبریال اېاز گل لیکی چې د پاکستان او خلیج د مطالعاتو د مرکز له خوا نه په اسلام اباد کې د امریکا یو پخواني چارواکي پیټر لاوای په دې هکله څرگندونې کړې دي.

پیټر لاوای وایي، " په واشنگټن او دنړۍ په ېوشېمر نورو هېوادونو کې نن سبا د پاکستان د اټومي وسلو جوړول او پرمخ بیول ېوازېنی ستونزمن او دا ندېښنی وړ کار گڼل کېږی. زه په خاصه توگه د پاکستان داټومي وسلو د پراخولو او جوړولو پروگرام ېادوم. په دې کې داهڅی شاملې دي چې په پراخه کچه ېوڅه داسی مواد جوړېږی چې د هغو په واسطه څو قسمه اټومی سر گلولې، په مختلفو کچو جوړېدلی شی. دغه راز وسلو ته ا نکشاف ورکول کېږی ، ازمویل کېږی او بالاخره د ددغو وسلو د وارولو لپاره په پراخه کچه سېستمونه جوړېږي چې د جگړی د مېدان په نظر کې نېولو سره د لنډ، منځکوره او اوږده واټن د برد لپاره بیلېسټېک توغندي جوړېږي. دغه راز وسلو ته تاکتیکل اټومی وسلی وايی. "

ددې کنفرانس یو برتانېې گډون کوونکي، د برتانیې د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز غړي مارک فیټز پاټریک وویل هغه وخت رارسېدلی دی چی پاکستان سره هم د ملکی اټومی پروگرام د پرمختگ په برخه کې هغه راز ېوه معامله وشی لکه څنگه چې له هندسره شوې وه.

هغه زېاته کړه چې لوېدېځ هېوادونه ېوه داسی فورموله وړاندی کولی او کارولی شی چی د پاکستان د اټومی پروگرام اېنده پرې برابره کړي.

دغه فورموله د اټومی پروگرام دعادی کولو اونورمال کولو کړنلاره ده. پاکستان تراوسه پورې د اټومی چارود خوندیتوب لږ تر لږ شرایط منلی او عملي کړي دي.

که څه هم د پاکستان اټومي پروگرام په ډېر مخفي ډول روان دی، او اسرارېې ندي برالا شوي خو ېوشمېر تحلیل کوونکي اندېښنه څرگندوی چی د پاکستان اټومي جبه خانه مخ په پراخېدوده.
XS
SM
MD
LG