د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په کوهاټ کې ځانمرگي ١٨ تنه ووژل


د پاکستان په کوهاټ کې ځانمرگي ١٨ تنه ووژل
د پاکستان په کوهاټ کې ځانمرگي ١٨ تنه ووژل

پولیس وایي چې د پاکستان دخېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې یوه ځان وژونکي حمله کې چې دتېرا په ه بازار کې شوی ده ، ١٨ کسان یې ووژل.

پاکستاني چارواکو وویل چې په چاودنه کې کم ترکمه ٣٠ کسان زخمیان شوي دي. بم په ېوه موټر کې اېښودل شوی ؤ چې د دتېرا دبازار د موټرو په اډه کې ولاړ ؤ. تراوسه پوری ددې حملی مسسولېت چا په غاړه نه دی اخېستلی.کوم موټر چی په حمله کی خراب شو داورکزو په لوری روان ؤ.

له بلی خوا خبری رېپوټونه واېې ېو سړی چې خپل ځان ېې دطالبانو د وېاند په نامه معرفی کړ ،واېې چې ددوشنبی په ورځ دمومندو په اېجنسئ کې ځان وژونکی حمله پاکستانی طالبانو کړی وه.

د دوشنبی په ورځ هم دمومندو په قباېلي سېمه کې دوو حمله کوونکو خپل بمونه دېوې غونډې په ودران کې چې د طالبانو پر خلاف جوړه شوې وه وچول. تقرېبا ٥٠ کسان ېې ووژل او ١٠٠ تنه نور یې زخمیان کړل.

که څه هم چې تراوسه پورې د پاکستان پوځ څو وارې په قباېلی سېمو کی د طالبانو او القاعدې پر خلاف پوځي عملېات شروع کړی دي خوهغوئ ته یې په بشپړ توگه ماتې نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG