د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لومړنۍ او تر ټولو ځوانه خارجه وزیره


د پاکستان لومړنۍ او تر ټولو ځوانه خارجه وزیره

د پاکستان لومړنۍ او تر ټولو ځوانه خارجه وزیره

پاکستان مخکي له دې چي په دې میاشت کي څو دیپلوماتیکي غونډې او مذاکرات وکړي، خپله لومړنۍ خارجه وزیره ټاکلې ده.

٣۴ کلنه حنا رباني کهر، ته پرون د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ځوانې خارجه وزیرې په توګه د وفادارﺉ سوګند ورکړل شو.

مېرمن حنا رباني د پاکستان په تاریخ کي د بهرنیو چارو اوله وزیره ده.

هغه تردې مخکې ددغه وزارت مرستیاله وه او دغه چوکۍ یې چې د فبروري د میاشتې راپدې خوا کله چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د حاکم ګوند سره د یو لړ اختلافاتو په وجه برطرفه شو، تشه پاتې وه، ډکه کړه.

ټاکل شوې حنا رباني کهر وروسته په دې هفته کې په اندونیزیا کې د اېسین د هیوادونو په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن سره وګوري. هغه به دغه راز د چین د بهرنیو چارو د وزیر سره هم ملاقات وکړي.

پر دې سربېره به ددې میاشتې په آخر کې، د هند د بهرنیو چارو د وزیر سره هم په داسې حال کې ملاقات وکړي چی دواړه هیوادونه غواړي د سولې جنجالي خبرې پرمخ بوځي.

XS
SM
MD
LG