د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د نورو ورښتونو وړاندوینه شویده


په پاکستان کې د نورو ورښتونو وړاندوینه شویده
په پاکستان کې د نورو ورښتونو وړاندوینه شویده

د هوا د حالاتو ماهران پیشبینی کوي چی په پاکستان کي به چی دا اوس هم سختو بارانونو او سیلاونو ځپلی دی، نور سخت بارانونه وسي.

پاکستانی چارواکي وایی چی لږ تر لږه ١٣ ملیون خلکو ته په دې بارانونو او سیلاونو کي تاوانونه رسیدلي دي. دغو بارانونو د ملک شمال لویدیځي سیمي ووهلې او اوس یې د جنوب په خوا زور کړی او په زرګونو خلک یې مجبور کړی دي چی د خپلو کلیو او کورونو نه ووځي.

د پاکستان د ملي فاجعو د انتظام د ادارې رئیس ندیم احمد پرون د جمعې په ورځ وویل چی د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ولایتونو کي تقریبا ٦٥٠ زره کورونه تباه شوي دي.

چارواکو د سیند په ولایت کي تقریبا نیم ملیون خلک د خپلو کورونو نه ایستلي دي.

په دغو بارانونو کي چی تقریبا دوې هفتې کیږي چی اوري، څه دپاسه ١٦٠٠ کسه وژل شوي دي.

اکثره خلک په حکومت باندي انتقادونه کوي چي په دغو سیلابونو کي یې سم اجراات نه دي کړي او دا انتقاد هم کوي چی په داسي سخت حال کي جمهوررئیس آصف علي زرداري ولي اروپا ته سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG