د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رییس زرداري د اروپا سفر پای ته ورساوه


د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداري خپل سېلاب ځپلی هېوادته د اروپا د جنجالي سفر نه راستون شوېدی

د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداري خپل سېلاب ځپلی هېوادته د اروپا د جنجالي سفر نه راستون شوېدی. ښاغلی زرداری د سه شنبی په ورځ د کراچۍ بندری ښارته ورسېده. هغه به تردی وروسته اسلام اباد ته ورسېږی.

دهغه نقادان وايی چې جمهوررئېس ولې خپل سفر ته په اروپا کې فرانسی او لندن ته ادامه ورکړله په داسی حآل کې چې د سېلاب اوبو کورونه اوفصلونه تباه کړل.

دنړېوالی روغتېا موسسی خبرداری ورکړېدی چې که د څښلولپاره صحی اوبه نه وی نو په پاکستان کې به د او بو نه راپېدا شوې ناروغۍ لکه نسخوږي اوکولرا خپرې شي.

دامرېکا خارجه وزارت په واشنګټن کې وايي چې دامرېکا نظامی هېلېکوپټرونو ددوشنبی په ورځ باندی خپل پروازونه پېل کړېدی. هغوی تراوسه پورې 656 کسان ژغورلی دی او 25 ټنه خوراکی مواد ېې رسولی دی.

تراوسه پورې امرېکا تقرېبا شپاړلس سوه زرو کسانو ته خوراکي مواد وررسولي دي. دامرېکا متحده اېالات په دغه برخه کې د نړېوال خوراکي پروګرم سره په شرېکه باندی کار کوی.

XS
SM
MD
LG