د لاس رسي وړ اتصالات

ګیلاني: سیلابونو شل میلونه خلکو ته زیان رسولی


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني نن دشنبې په ورځ وویل چی دده په ملک کي په وروستیو سیلابونو کي چی په تاریخ کي یې ساری نه دی لیدل شوی ٢٠ ملیون خلک زیانمن شوي دي.

دا رقم تر هغه چی ملګرو ملتو یې مخکي تخمین کړی او هغه یې ١۴ ملیون تنه بللي وو، ډیر لوړ دی.

ښاغلي ګیلاني دا تبصره په داسي حال کي د هغه ملک په تلویزیون کي وکړه چی پاکستان د خپلواکۍ ورځ په ټیټو مراسمو لمانځي.

چارواکي وایی چی په دې سیلاونو کي ١٦٠٠ کسه مړه شوي او تقریبا ٧٠٠ زره کورونه وران شوي یا بیخي تباه شوي دي.

چارواکو دغه راز د سوات په مینګوره کي د کولرا د ناروغۍ د پیدا کیدو لومړۍ پېښه هم تایید کړې ده. ګمان کیږي دغه مرګانۍ ناروغي به نور سیمو ته هم راغلې وي.

جمهوررئیس زرداري چی د سیلاونو په وخت اروپا ته تللی و او له همدې کبله د پاکستان خلک ډیر انتقادونه پر کوي، نن سیلاب ځپلي سیمي ګوري.

توقع کیږي د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم سیلاب ځپلي سیمي وګوري چی د نړۍ والي ټولني ملاتړ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG