د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په جنوب کې سیلابونو بیا زور اخیستی


په داسې حال کې چې د پاکستان یوه په پنځمه برخه تر اوبو لاندې ده، د سند د دریاب په غاړو کې د اوبو د دسطحې د جگیدلو په سبب په لس گونه زره خلک له خپلو سیمو نه تیښتې ته اړشوي دي. اوس اوبو د شداد کوټ تش شوی ښار ترتهدید لاندې راوستی دی.

د سند د ایالت مقامات وايي دوی د استنادي دیوالونو او نورو موانعو په جوړولو سره غواړي چې د سند په ایالت کې د تاوانو نو مخه ونیسي.

د پاکستان حکومت د خپلو خلکو تر سختو انتقادونو لاندې دی چې په خپل وخت چټک اقدامات سرته نه رسوي. خو ددغه هیواد سره ددې هم د بین المللي مرستو لړۍ روانه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دیکشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې د اتو سوو ملیونو ډالرو په اندازه مرستې ترلاسه کړي دي چې زیاتره یې د امریکا د متحده ایالاتو، سعودي عربستان او بریتانیې نه ترلاسه شويد ي.

داسې ښکاري چې پاکستان چمتو کیږي چې په واشنگټن کې د بین المللي وجهي صندوق نه په دې هفته کې وغواړي چې په دغه هیواد باندې د لسو ملیاردو ډالرو د پورونو شرایط اسانه کړي ترڅو دوی وکولی شي د سیلابونواقتصادي پیټی جگ کړي. دغه پورونه په ٢٠٠٨ کال کې پاکستان ته ورکړ شويد ي.

د نړی روغتیا سازمان وايي چې پاکستان کې په خاصه توگه ماشومان په سیلاب ځپلو سیمو کې د اوبو نه د پیدا کیدونکو او ساري ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کی مون هم بین المللي ټولنه وهڅوله چې پاکستان سره خپلې مرستې جاري وساتي ځکه دغه هیواد د ډیرې مودې لپاره مرستو ته اړتیا پیدا کړېده.

سیلابونه په پاکستان کې د هفتو هفتو مونسوني بارونونو نه وروسته را ووتل. په دغو سیلابونو کې ١٦ سوه خلک وژل شوي، شل ملیونه خلک اغیزمن شوي او په دوی کې اته ملیونه بشري مرستو ته اړ شوي دي.

پاکستان وویل چې دغه هیواد به د هند د پنځو ملیونو ډالرو مرسته ومني. دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د روغ نیتی یوښه حرکت دی. دواړو هیوادونو خپلو کې درې ځلي جنگونه کړي دي.

له بله پلوه د پاکستان په گاونډ چین کې هم په زرگونه خلک د خپلو سیمو خوشې کیدلو ته اړ شوي دي کوم چې د یالو د سیند چې د شمالي کوریا او چین ترمنځ گډه پوله جوړي، د اوبو د زیاتوالي د خطر سره مخامخ شوي دي.

د چین سین هوا دولتي اژانس وايي چې چیني مقاماتو د یو لک په شاوخواکې خلک د ډانگډانگ له ښار نه چې په کې برښنا نشته ایستلي دي. ددې ښار په شمال ختیزه برخه کې سیلابونو کورونه وړي او څلورتنه وژلي دي.

همدارنگه سیلابونو د شمالي کوریا په یوښار کې چې د ډانگډانگ په خوا کې پروت دی خلکو ته تاوانونه رسولي دي. د هواپیژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکوي چې په راتلونکو څلورویشت ساعتونو کې د نوروسختو بارانو د کیدلو اټکل کیږي.

XS
SM
MD
LG