د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان وايي تمه ده چې یو بل ته ډیر نږدې شي


هند او پاکستان وايي تمه ده چې یو بل ته ډیر نږدې شي
هند او پاکستان وايي تمه ده چې یو بل ته ډیر نږدې شي

د هند او پاکستان صدراعظمانو نن وویل توقع ده چې دواړه ملکونه به د خپلو د دوه اړخېزو رسمي مذاکراتو د بل پړاو نه وروسته یو بل ته نور ورنږدې شي.

دهند صدراعظم من موهنسېنګ نن وویل چې هند او پاکستان دواړو اوس هم د خصومت نه ډکو بحثونو او نانندرېو باندې خپل ډېر قیمتي وخت ضایع کړی دی من موهنسېنګ زیاته کړه که څه هم چې په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی خو نور ډیر کارونه لا نیمګړي پاتې دي چې باید سر ته ورسول شي .

دهند صدراعظم دا تبصره نن په مالدیف کې جنوبي ختیځې اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په دوران کې د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره د خبرو نه وروسته وکړه.

د پاکستان صدراعظم وویل چې راتلونکي مذاکرات به موثر او تعمیري وي چې د هند او پاکستان په تاریخ کې به یو نوی فصل پرانيزي.

یوسف رضا ګیلاني ووېل چې مونږ دواړه، د کشمېر د لانجې او اوبو د وېش په شمول په ټولو مهمو موضوګانو باندې سره وغږېدلو. د ملاقات نه مخکې ، په داسې حال کې چې ډېر خوشحاله ښکارېدل دواړو صدراعظمانو د خبریالانو سره خبرې وکړې.

د هند او پاکستان وروستی ملاقات په هند کې د دواړو ملکونو د ټېمونو تر منځ پروسږکال د کریکټ د لوبې پر مهال کړی ؤ خو دراتلونکې غونډې لپاره یې کومه نېټه ونه ټاکله.

پرون د هند او پاکستان د بهرنېو چارو وزېرانو د خپلو خبرو نه وروسته اعلان وکړ چې د دواړو ملکونو اړېکې ښېې شوې دي. د مالدېوز په غونډه کې د افغانستان، بنګله دېش، بوټان، نیپال او سریلانکا مشرانو هم ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG