د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ـ پاکستان د گازو پایپ لاین پرانیستل شو


د ایران ـ پاکستان د گازو پایپ لاین پرانیستل شو
د ایران ـ پاکستان د گازو پایپ لاین پرانیستل شو

په ډیرو شاندارو مراسمو سره د ایران د جمهوري ریاست لمړي مرستیال محمد رضا رحیمي چې د ایران ورځپاڼو د سولې پایپ لاین پروژه بولي او د پاکستان تر پولې پورې گاز رسوي، پرانستله.

دا لا معلومه نه ده چې ددغه پایپ لاین کومې برخې د اوس لپاره په کار پیل کړی دی.

د ایران د پرس په نامه تلویزیوني چینل وايي چې ددغې پروژې ٩٠٧ کیلومتره پایپ د اوه اعشاریه پنځو ملیاردو ډالرو په لگښت تراوسه پورې بشپړ شوی دی او پاکستان ته یې د گازو لیږدول پیل کړي دي.

د ایران د فارس اژانس وویل چې ددغه پایپلاین په واسطه پاکستان ته د گازو لیږدول پیل شوي دي خو په پاکستان کې د سیلابونو په سبب نور کار د ځنډ سره مخامخ شوی دی.

د ایران تلویزیون وايي پایپلاین د گازو د هغه قرارداده سره تړلی دی چې تیر جون د پاکستان سره لاس لیک شوی ؤ او دا خبره هم ځان سره لري چې چې په راتلونکي کې به د همدې پایپ لاین له لارې هند ته هم گاز صادر کړي.

د ایران څیړونکی گیرې سیک چې د کولمبیا په پوهنتون کې تدریس کوي وايي امریکا هند هڅوي چې ددغه پایپ لاین له لارې گاز وانخلي. سیک وايي:

ایران د پاکستان سره او همدارنگه د هند سره یوې موافقې ته رسیدلی دی چې د گاز و پایپ لاین د پاکستان له خاورې نه تیر شي او د هند خاورې ته ورسیږي. امریکا هڅه وکړه چې هند دې ته ترغیب کړي چې دغه معامله ونه کړي نو ځکه اوس معلومه نه ده چې څه کیږي ځکه د پاکستان او هند تر منځ یو لړ ستونزې هم شته دي.

گیري سیک فکر کوي چې د ایران ستونزه داده چې خپل عام خلک دې ته قانع کړي چې دې پروژې سره څه ډول اقتصادي گټه شته ده. سیک یو ځل بیا وايي:

زه فکر کوم دا ممکن دی چې ددغه پایپلاین یوه برخه بشپړ شوې ده. خو ټوله به یې همدا وي. دوی غواړي چې دې لاس ته راوړنې ته ډیر ښه رنگ ورکړي. ځکه په دې کار سره دوی غواړي د ټولې نړی په وړاندې خپل مقاومت ښکاره کړي او له بله پلوه خپلو خلکو ته دا هم څرگند کړي چې دوی ډیر ښه کارونه سرته رسوي. خو دا ډیرسخت کار دی ځکه چې خلک په خپلو سترگو ویني چې د اقتصاد وضعه یې څنگه ده.

ایران داسې ادعا لري چې په ټوله نړی کې د روسیې نه وروسته د گازو دوهمه درجه زیرمې لري. مگر د گیري سیک په خبره، قطر د ایران په تله په دې برخه کې د خپلو منابعو نه سمه گټه اخیستې ده.

سیک وایي: که چیرې قطر ته وگورئ، چې دایران سره د گازو مشترکې زیرمې لري، دوی د وخته له خپلو منابعو نه گټه اخیستې ده. دوی د گازو ډیره پراخه پروژه په کار اچولې ده او دوی حتی په دې برخه کې د ټولې نړی نه ډیر مخکې دي. خو ایران لا تر اوسه پورې د خپلو گازو د منابعو نه گټه اخیستنه نه ده پیل کړې. ځکه دوی د پانگه اچونې لپاره پیسې نه لري.

سیک وايي، د ملگرو ملتونو، دامریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې بندیزونه په ډاگه په دې برخه کې خپله اغیزه لري نو ځکه دوی په دې نه دي توانیدلي چې د خپلو تیلو او گازو د منابعو نه گټه واخلي. خو د ټولو نه مهمه خبره داده چې په خپله د ایران د اقتصاد ډیر غلط مدیریت هم په دې برخه کې دخیل دی. ده وویل چې ایران په وار وار بهرني پانگه وال ویرولي دي. همدارنگه دوی داسې ناسم اقتصادي پلانونه لري چې هغه کار نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG