د پاکستان پوځ وایي د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې وروستي رپوټونه یې رد کړیدي. پدغو رپوټونو کې د پاکستان په پوځ او ددې ملک د استخباراتو په قوي ادارې، آی.ایس.آی باندې انتقادونه شویدي.
د پوځ ویاند ډګر جنرال اطهرعباس وویل، ددغې امریکایي ورځپاڼې مقالې د پاکستان د بدنامولو د کمپین یوه برخه ده.
د نیویارک ټایمز د تیرې هفتې په یوې سرمقالې او یو مضمون کې ویل شوي و، چې د هغه پاکستاني په وژلو کې د آی.ایس.ای لاس دی چې په پوځ کې یې د یاغیانو د ننوتلو په هکله رپوټونه خپاره کړي و.
نیویارک ټایمز د واشنګټن د مامورینو له قوله چې نومونه یې نه څرګندوي، لیکي، د ژورنالست سلیم شهزاد د لادرکه کیدلو په باره کې محرم استخباراتي رپوټونه ښیي چې د هغه د وژلو امر د آی.ایس.آی لوړ رتبه مامورینو ورکړی و.
د نیویارک ټایمز بل رپوټ لیکي: د پاکستان پوځ درګرده د جګړه مارانو لویې ډلې تقویه کوي. دا کار د هغه دیرش کلنې ستراتیژۍ په اساس کوي چې غواړي په دې وسیله خپل ګاونډیان او په افغانستان کې امریکایي قواوې وځپي.
د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ډیرې خړې پړې شویدي.
دا خړپړتیا د مۍ په میاشتې کې له هغه وروسته راپیدا شوه چې امریکایی کمانډو اسلام اباد ته نژدې په یوه کور کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.