د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ټولو وزیرانو استعفا وکړه


د پاکستان ټولو وزیرانو استعفا وکړه
د پاکستان ټولو وزیرانو استعفا وکړه

په پاکستان کې فدرالي کابینې استعفی کړیده تر څو صدراعظم یوسف رضا گیلانی وکړی شي یوه وړه کابینه جوړه کړي او په دې ترتیب د حکومت په لگښتونو کې کموالی راشي

صدراعظم یوسف رضاگیلاني په داسې حال کې چې اعلان یې کاؤ چې دا به د دې کابینې وروستۍ غونډه وي، د دې کابینې د غړو د زیاراو هڅو نه یې د خپلې خوښې مراتب څرگند کړل. گیلاني وویل:

مونږ چې کله د حکومت واگې په لاس کې واخیستلې نو دغه ملت په ډیر بد حالت کې ؤ. حکومت د یوه عظیم اقتصادي بحران سره مخامخ ؤ او تروریزم زمونږملت ته یو ستر گواښ ؤ. مونږ ټولو په گډه دغه ملت یوې اقتصادي بیارغونې خواته د اوږد مهالو او لنډمهالو پالیسو په عملي کولو سره لارښونه وکړه.

مامورین وايي چې ډیر ژر به گیلاني یوه بله کابینه اعلانوي، خو دا کابینه به وړه وي خو د شمیر په هکله یې څه ونه ویل.

د ښاغلي گیلاني حکومت په ټوله نړی کې ترټولو لویه کابینه وه او هغه هم په داسې حال کې چې ملک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ؤ.

د دې کابینې لوی والی د ډیرو خلکو لخوا تر انتقاد لاندې ؤ، ځکه دوی ویل چې د پنځوسو نه زیات وزیران په ملک باندې یو لوی بوج دی.

کره کتونکي وايي چې وړه کابینه به ونه شي کړی چې د ملک اقتصادي ستونز ې حل کړي خصوصاً اوس چې د یوسف رضا گیلاني حکومت کې د موتلفینو ترمنځ اختلافات شته دي. بین المللي وجهي صندوق له پاکستان نه غواړي چې د تکسونو ساحه پراخه کړي او هغه سبسایدي گانی لغو کړي چې په ډیرو ساحو کې لگول شويدي.

همدارنگه د یوه بسیا اقتصاد د رامنځ ته کولو لپاره هغه اقدامات چې سرته رسول شوي وو ددې باعث شول چې ایتلافي حکومت د ستونزو سره مخامخ شي. نورگوندونه وايي چې ترټولو لمړی حکومت دې د مالیې په ټولو کې نیمگړتیاوی له منځه یوسي بیا نور اقدامات وکړی.

حکومت وايي چې دتیرکال سیلابونو د ملک په اقتصاد باندې ډیر زیات ناوړه اغیزې پری ایښي دي. طبیعي افاتو دغه ملک لپاره لس ملیارده ډالر تاوانونه رسولي دي.

XS
SM
MD
LG