د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ناټو زمونږ ۲ عسکر زخمیان کړل


پاکستان: ناټو زمونږ ۲ عسکر زخمیان کړل
پاکستان: ناټو زمونږ ۲ عسکر زخمیان کړل

د پاکستان پوځ ناټو ته، په ډېرو سختو الفاظو یو شکاېت لېږلی دی. پاکستان وايی دناټو دوه هېلېکوپټرونو دهغوی په خاوره تېری کړېدی.

دغه شکاېت د سه شنبی په ورځ څو ساعته وروسته له هغه نه وشو چې د پاکستان چارواکیو وویل د ناټو هېلېکوپټرونه له افغانستان نه د دوی سرحد ته را واوښتل او په ېوه برید کې یې دوه پاکستاني عسکر زخمي کړل.

ناټو دا خبره تصدېق کړېده چې ددوی هېلېکوپټرونو سرحد ته نږدې پرواز کاوه او وايي چې دوی به ددې پېښی تحقېقات وکړی.

د لوېدېځ ېو نظامي چارواکی وايي چې ددوی هېلېکوپټرونه د افغانستان په سرحد کې وو او د سرحد له بلی خوا نه پرې ډزې وشوې. هغه ووېل چې هېلېکوپټر ېوازې وروسته له هغه وخت نه ډزې وکړلې چې د سرحد له بلی خوانه پرې ډزې وشولې.

رپوټ وايي توقع ده چې دا پېښه د پاکستان او واشنگټن ترمنځ خړپړتېا نوره هم زېاته کړی که څه هم د امرېکا ېوسناتور جان کېري د سفر مقصد پاکستان ته دا و چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړېکی ښې کړي.

د امرېکا او پاکستان ترمنځ اړېکی له هغه وخت راهېسی ترېنگلی شوېدي چې امرېکا له کوم اعلان او خبرداری نه پرته د می په دوېمه ېنټه په اېبټ اباد کې چپاوی عملېات وکړ ل او د القاعده مشر اسامه بن لادن یې وواژه.

جان کېری ددوشنبی په ورځ د پاکستان له جمهوررئېس او صدراعظم سره ملاقات وکړ.

هغه وویل چې دده د سفر مانا دمعذرت غوښتل ندي ، بلکه دی کوښښ کوي چې د بن لادن له وژل کېدلو نه وروسته چې ددی مېاشتی په سر کې وشو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کاندي.

د پاکستان صدراعظم لا له وړاندې خبرداری ورکړی و:

د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلانی خبرداری ورکړېدی چې که په اېنده کې هرډول ېو طرفه اقدام وشی نو هغه به جدی عواقب ولری. دامرېکا چارواکېو پوښتنه کړېده چې دالقاعده مشر څنگه وکولی شول چې په پاکستان کې څو کلونه واوسېږی او هېڅ چاته ېې پته ونه لگېږی.

جان کېری ووېل دی په دې پوهېږی چې د پاکستان د ملی حآکمېت او خاورې د تمامېت په برخه کې ددغه هېواد په اندېښنه باندی پوهېږي خو پکار ده چې اسلام اباد هغه فوق العاده شرایط په نظر کې ونېسي چې د هغه چپاو په برخه کې موجود چې پر بن لادن باندې وشو.

جان کېری ووېل چې پاکستان وعده وکړله چې دهغی هېلېکوپټرې خرابه شوی برخی چې د بن لادن په چپاو کی ورته تاوان رسېدلی و، امرېکا ته وسپاري.

نظامي چارواکي وېره لري چې ددغې هېلېکوپټر فوق العاده ټکنالوژی غلطو خلکو ته په لاس ورنشي او ددې په څېر بله هېلېکوپټره جوړه نشي.

د امریکا حکومت وویل چې د جان کېري نه وروسته به د امریکا خار جه وزېره هېلری کلنټن په راتلونکیو څو اونیو کې پاکستان ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG