د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور ته نږدې د ناټو پر کاروان حمله او د بې پیلوټه الوتکو ځوابي برید


پیښور ته نږدې د ناټو پر کاروان حمله او د بې پیلوټه الوتکو ځوابي برید
پیښور ته نږدې د ناټو پر کاروان حمله او د بې پیلوټه الوتکو ځوابي برید

د دوشنی په ورځ افراطېانو په پاکستان کې د حکومت او ناټو اهداف وویشتل او تر هغې وروسته پرې د بې پېلوټه الوتکیو له خوا نه چې گومان کیږي د امریکا به وي، برېد وشو.

د پیښور ښار ته نېژدې پولیسو وویل چې افراطیانو پر هغو ټانکرونو باندې ډزې وکړلې چې په افغانستان کې د ناټو د قواو لپاره تېل رسوي.

په دغو ډزو کې د پولیسو د رپوټ له مخې ویل شويدي چې دوه کسان یو موټروان او بل د هغه مرستیال زخمي شوی دی.

په یوه جلا خبر کې ویل شوي دي چې یوه ځان مرگه د صوابۍ په سیمه کې لږ تر لږه دوه پولیسان ووژل او پنځه تنه نور یې زخمی کړل.

صوابۍ د اسلام اباد، شمال غربي خوا ته پرته ده.

پولیس وايي چې ځان مرگي د پولیسو د مرکزي دفتر د دروازې خوا ته ځان په بم والوزاوه. رپوټ وايي چې پولیسو پر یوه بل برید کوونکي باندې ډزې وکړلې او ځای په ځای یې وواژه.

نور تفصیل:

په عین حال کې د پاکستان د استخباراتو چارواکي وايي چې توغندیو په هغه برید کې چې گومان کیږي د امریکا به وي د دوشنبې په ورځ پنځه مشکوک افراطیان د شمالي وزیرستان په قبايلي علاقه کې ووژل.

چارواکیو چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د حیدرخېلو په سیمه کې یو کور په توغندیو وویشت.

د وژل شویو کسانو هویت لا تر اوسه پورې معلوم ندی.

رپوټ وايي چی د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو او القاعده سره تړاو لرونکیو افراطیانو خلاف د بې پیلوټه الوتکیو بریدونه په شمال لوېدیځ پاکستان کې زیات کړیدي.

د پاکستان چارواکي زیاتره وختونه په دغو هوايي بریدونو باندې اعتراض کوي او وايي چې د دوی په خاوره باندې تېری دی خو امریکا په ښکاره باندی دا نده منلې.

XS
SM
MD
LG