د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان باندې د لیون پنیتا د څرګندونو اغیزې


د سیاسي چارو مبصرین پدې باور دي چې د پاکستان په اړه د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا تازه څرګندونې به د پاکستان د حکومت لپاره نورې ستونزې هم پیدا کړي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د افغانستان په پایتخت کابل کې خبریالانو ته د وینا پر مهال یو ځل بیا په پاکستان باندې فشار واچاوه چې د حقاني د تندلاره شبکې د له منځه وړلو لپاره دې جدي اقدامات وکړي، ښاغلي پنیتا همدرانګه وویل چې د امریکايي چارواکو د صبر او حوصلې کاسه نوره ډکه شویده.

که څه هم چې د پاکستان حکومت تر دې دمه د پنیتا د څرګندونو په اړه تبصره نده کړي خو کارپوهان پدې باور دي چې د امریکا د یوه جګپوړه چارواکي لخوا دومره سختي څرګندونې به په پاکستان باندې منفې اغیزې ولري او د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو چارې به هم د خڼد سره مخ کړي.

په کراچۍ کې د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې ( دې نیوز) مسؤل مدیر عامر ضیا وایي چې د ښاغلي پنیتا د څرګندونو نه ښکاري چې د پاکستان او امریکا اړیکې څومره خرابې دي.

" د پاکستان حکومت د مخکې نه هم د مذهبي ګوندونو او په پاکستان کې د امریکا په خلاف د خلکو د احساساتو د ستونزې سره لاس او ګریوان دی. پاکستان اوس هم تر ډیر فشار لاندې دی او هر څومره چې امریکا په پاکستان باندې فشار ته زور ورکوي، د دغه ملک د حکومت نه لاره ورکیږي. "

ښاغلی عامر ضیا وایي چې امریکا پخوا هم په پاکستان باندې فشار زیات کړی ؤ، خو ښه نتیجه یې ورنکړه.

د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې یو ځل بیا د هغو بریدونو په اړه د امریکا قهر او غصه تکرار کړه چې وسله وال یې په افغانستان کې کوي. لیون پنیتا د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل پاکستان ته پکار ده چې د هغو وسله والو مخه ونیسي چې د هلته د پټیدو خوندي مرکزونه لري او په افغانستان کې زمونږ په عسکرو باندې بریدونه کوي.

" زمونږ د صبر کاسه نوره ډکه شویده، مونږ پاکستان ته څو څو ځله دا خبره کړیده چې تروریستان دې دیته نه پریږدي چې د هغوي په خاورې کې د پټیدو خوندي مرکزونه جوړ کړي او د هماغه ځای نه زمونږ په عسکرو باندې د بریدونو بندوبست کوي. مونږ دا خبره ښه سمه په ډاګه کړیده او بیا به یې هم کوو خو لکه چې ما وویل زمونږ د صبر کاسه نوره ډکه شویده. "

پنیتا دا څرګندونې پداسې وخت کې کړیدي چې په عین حال کې امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو په اړه د پاکستان سره خبرې چې په ټپه دریدلي، پیل کړي.

داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان سره د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو په مسلې کې برلاسی وي ځکه چې د همدې اونۍ په سر کې یې د مرکزي آسیا د ځینو هیوادونو سره تړونونه لاسلیک کړل او د ناټو زیات اکمالات به اوس د همدغو هیوادونو له لارې کیږي خو پخوا ټول اکمالات یوازې د پاکستان له لارې کیدل.

XS
SM
MD
LG