د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم وايي منځ مهالي انتخابات ممکن ندي


د پاکستان صدراعظم وايي منځ مهالي انتخابات ممکن ندي
د پاکستان صدراعظم وايي منځ مهالي انتخابات ممکن ندي

د پاکستان صدراعظم د منځ مهالې مودې لپاره د انتخاباتو غوښتنه رد کړه او وې ویل چې دا چانس هم نشته دی چې پوځ قدرت ته ورسیږي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د سه شنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې مخالفو گوندونو چې د پارلمان د انحلال او د نویو انتخاباتو د کیدلو غوښتنه کړیده، دا به ملک ټوټې ټوټې کړي.

ده همدارنگه وویل چې پوځ د حکومت ملاتړی دی او پوځي حکومت به رامنځ ته نه شي.

په وروستي ځل په ١٩٩٩ کال کې پرویز مشرف د یوې کودتا په ترڅ کې قدرت ته ورسید او دغه پوځي جنرال د ملک جمهوررئیس شو.

خو ده په ٢٠٠٨ کال کې د قانوني تعقیب له ویرې استعفی وکړه. وروسته زرداري جمهوررئیس شو.

XS
SM
MD
LG