د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بل مهم گوند د حکومت نه د وتلو خبرداری ورکړ


د پاکستان بل مهم گوند د حکومت نه د وتلو خبرداری ورکړ

د پاکستان بل مهم گوند د حکومت نه د وتلو خبرداری ورکړ

د پاکستان د واکمن ایتلافي حکومت یوه مهم ګوند خبرداری ورکړیدی چې په حکومت کې به د هغوي وزیران د خپلو دندو نه استعفاه وکړي چې دا به د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د حکومت لپاره یوه غټه ضربه وي.

د متحده قومي تحریک ګوند چې مرکز یې په کراچۍ کې ده، ویلي دي چې د هغوی د ګوند دوه تنه وزیران به نن د سه شنبې په ورځ د خپلو دندونو نه استعفاه وکړي.د ګوند مشرانو ویلي دي چې دا کار د فساد او رشوت خورۍ د زیاتوالي او همدرانګه د شیانو دبیو د لوړوالي په خاطر کوي.

متحده قومي تحریک د پاکستان په پارلمان کې 25 څوکۍ لري. د دغه ګوند مشرانو ویلي دي چې هغوي به ډیر ژر دا پریکړه وکړي چې آیا د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د پیپل ګوند سره ایتلاف له منځه یوسي او که نه.

که چیرته د متحده قومي تحریک ګوند د پیپل د ګوند سره ایتلاف ختم کړي، نو پدې سره به پارلمان کې د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ګوند نور اکثریت پاتې نشي. او د دې احتمال شته چې په همدې خاطر به د وخت نه مخکې انتخابات وشي.

د متحده قومي تحریک د خبرداري نه یوازې څو اونۍ وړاندې د جمعیت العلمای اسلام ګوند هم د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د ایتلافي ګوند نه بیل شو.

د جمعیت العلماي اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یوسف رضا ګیلاني نه غوښتلي دي چې د خپلې دندې نه دې استعفاه ورکړي او یا دې د جمهور رییس آصف علي زرداري لخوا برطرفه شي. ښاغلي فضل الرحمان په ګیلاني باندې تور لګولی دی چې د ایتلافي ګوند د غړو تر منځ جنجال پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG