د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ګیلاني په طرفدارۍ مظاهرې شویدي


پرون د پنجشنبې په ورځ په ټول پاکستان کي خلکو وروسته له هغه په مظاهرو پیل وکړ چي ستري محکمې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې ملزم کړ چي ددغي محکمې سپکاوی یې کړی و او د جمهوررئیس آصف علي زرداري د رشوتخوریو دوسیه یې محکمې ته نه ده سپارلې.

محکمې ښاغلي ګیلاني ته یوازي یوه نمونه یي سزا ورکړه چي هعه تر یوې دقیقې کم توقیف و او د شپږو میاشتو بند سزا یې ورنه کړه. مګر دې پریکړي د هغه هیواد د خلکو پراخي مظاهرې او احتجاجونه را وپارول او په هغو کي مظاهره چیانو شعارونه ورکول او د صدراعظم تصویرونه یې را اخیستي وو او ویل یې چي دا د شرم او خجالت وړه ده چي هغه ملزم شوی دی.

د ښاغلي ګیلاني مدافع وکیل ( اعتزاز احسن ) وویل چي دده موکل د استیناف غوښتنه کړې ده او په دې باندي ولاړ دی چي د محکمې دا پریکړه نا مناسبه ده.

اعتزاز احسن دا هم وویل چي دده په موکل باندي داسي تور لګیدلی دی چي هغه هیڅکله نه دی کړی او هغه د قضائیه قوې په مقابل کي دسیسه کول دي.

د محکمې له خوا دې فیصلې د ښاغلي ګیلاني د دریځ په هکله سمدستي یو لړ بحثونه او مناظرې را پارولي دی. د حقوقي چارو ځیني ماهران وایي چي دا حقیقت چي په هغه باندي د بند سزا را وتلې ده، که څه هم چي هغه تر یوې دقیقې کمه ده، ددې سبب ګرځي چي هغه نور د پاکستان په پارلمان کي د راتلونکو نورو پنځو کالو د پاره قانونا نه سي کښینستلای.

مخالفو مشرانو چي په هغو کي د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف هم شامل دی د ښاغلي ګیلاني نه وغوښتل چي استعفی وکړي او ویې ویل چي دوي به نور هغه د صدراعظم په توګه قبول نه کړي.

XS
SM
MD
LG