د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د کودتا نیت نلري، کیاني


Gas cylinders are displayed for sale on a street in Aleppo, March 24, 2013.
Gas cylinders are displayed for sale on a street in Aleppo, March 24, 2013.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د هغه هیواد د پوځ د لوي درستیز( اشفاق کیاني ) د هغي وینا هرکلی کړی چي په کي یې د کودتا امکانات رد کړي دي.

جنرال اشفاق پرویز کیاني پرون د جمعې په ورځ وویل چي هغه آوازې چي وایي د اردو له خوا د ملکي حکومت د نیولو امکانات موجود دی غلطي دي. هغه وویل چي دداسي رپوټونو هدف دادی چي د اصلي مسالو نه د خلکو پام بلي خواته واړوي. هغه وعده وکړه چي اردو به په ملک کي ددیموکراتیک جریان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان صدراعظم نن خبریالانو ته وویل چي د جنرال کیاني دا تبصره « ددې هیواد په دیموکراتیکو حلقو کي په زیاته اندازه ډیره ښه بلل شوېده » او

« حالات به ښه کړي. »

ښاغلي ګیلاني دا وینا په اسلام آباد کي په یوه کلیسا کي د عیسویانو د اختر یا کریسمیس په اړه د یوه پیغام د اورولو نه وروسته وکړه.

دده حکومت د هغه پټ لیک له کبله تر زیات فشار او انتقادونو لاندي دی، چي څو میاشتي مخکي لیکل شوی او په هغه کي په پاکستان کي د نظامي کودتا کولو د ویري د له منځه وړلو د پاره د امریکا مرسته غوښتل شوې وه.

XS
SM
MD
LG