د لاس رسي وړ اتصالات

د صدر اعظم په بدلیدو سره د ملک ستونزه نه حل کیږي، کارپوهان


د پاکستان ملي اسامبلې پرون د جمعې په ورځ د ملک لپاره نوی صدر اعظم وټاکه او پدې سره په پاکستان کې روان سیاسي بحران چې د تیرو څلور ورځو لپاره یې عملاً حکومت نه درلوده، پای ته ورسیده.

د پاکستان واکمن د پیپل ګوند د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر راجا پرویز اشرف د صدر اعظمۍ د څوکۍ لپاره نومولی ؤ او پارلیمان هم هغه ته د تائید رایې ورکړلې. د پاکستان پخوانی صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د سترې محکمې لخوا وروسته له هغه واکه وغورځول شو چې دا یې ونه منله چې د ولسمشر آصف علي زرداري په خلاف د رشوت خورۍ او فساد دوسیه د سره پرانیزي.

ښاغلي راجا اشرف د صدراعظمۍ د مقام د منظوورلو نه وروسته په پارلیمان او هیواد کې د سیاسي ګوندونو تر منځ د یو موټي والي لپاره غږ وکړ.

" هغه څوک چې د مذهب په نامه په پاکستان کې د تشدد نه ډکې کړنې کوي، دې هیواد ته یې ډیر زیان رسولی او زه د دغو جګړه مارو ډلو نه غواړم چې وسلې دې پر ځمکه کښیږدي او د پآکستان د ولس یوه برخه دې شي. د سیاسي مخالفینو نه هم غواړم چې د بریښنا، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو په حل کولو کې دې د حکومت سره ملا وتړي. "

د پاکستان په کوڅو کې عام ولس د حکومت په خلاف خبرې کوي او وایي حکومت دا توان نلري چې په ملک کې بې روزګاري، د بریښنا او اوبو کموالی او د خوراکي موادو د بیو د جګوالي په شان د ستونزو چاره وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه رسول بخش رئیس وایي که چیرته د پاکستان سیاسي مخالفین د خپلو طرفدارانو سره لاس یو کړي نو د دې احتمال شته چې د عام ولس د جذباتو نه به پوره ګټه واخیستلی شي.

" زه فکر کوم چې یو څو اونۍ او یا څو میاشتې وروسته به عام ولس لارو او کوڅو ته راووځي او د اوسني حکومت په خلاف به مظاهرې کوي او د تازه انتخاباتو غوښتنه به کوي. "

په عین حال کې د پاکستان او سمیې د چارو کارپوه احمد رشید وایي چې د نوي صدر اعظم په راتګ سره په پاکستان کې روان سیاسي بحران پای ته نه رسیږي. ښاغلی رشید وایي چې په نوي صدر اعظم باندې دا توررونه دي چې د د اوبو او بریښنا د پخواني وزیر په توګه یې فساد کړیدی او زیاتوي چې سترې محکمې قوي هوډ کړیدی چې د حکومت د سیاسي مشرانو سره به حساب او کتاب کوي.

" د سترې محکمې او حکومت تر منځ به بشپړه توګه شخړه او جنجال روان دی چې د نوي صدر اعظم په راتګ سره دا شخړه نه ختمیږي او زه پدې عقیده یم چې یو څو ورځې او یا هم څو اونۍ وروسته به نوی صدراعظم هم د سترې محکمې لخوا په رشوت خورۍ تورن شي.

د پاکستان پیپل ګوند لومړی مخدوم شهاب الدین د صدر اعظمې د څوکۍ لپاره نومولی ؤ خو یوه قاضي د هغه د نیولو امر صادر کړ ځکه چې په هغه باندې هم د رشوت خورۍ تورونه لګیدلي دي.

ستره محکمه د آصف علي زداري نه غواړي چې د هغو پیسو سپیناوی دې وکړي چې ویل کیږي هغه د سویس په یوه بانک کې جمع کړیدي. د سترې محکمې د همدې غوښتنې له وجې د محکمې او حکومت تر منځ شخړه پیدا شویده.

که څه هم چې پدې شان حالاتو کې د پاکستان پوځ پخوا مداخله کړیده چې او حکومت یې پخپل لاس کې اخیستې دی خو دا ځل پوځ هم چوپ دی.

XS
SM
MD
LG