د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: کوټه کې د القاعدې مهم مشر نیول شوی


پاکستان: کوټه کې د القاعدې مهم مشر نیول شوی
پاکستان: کوټه کې د القاعدې مهم مشر نیول شوی

د پاکستان پوځ وايي چې د القاعدې یو مهم غړی او د هغه دوه نور همکاران یې د امریکا د استخباراتي ادارو په مرسته په پاکستان کې نیولي دي.

د پوځ په یوې بیانیه کې ددغه کس نوم یونس الموریتاني ښودل شوی دی او ویل شوي دي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ورته ویلي و چې په امریکا، اورپا او استرالیا کې دې اقتصادي هدفونه په نښه کړي.

په بیانیه کې د دوو نورو کسانو په باب څه نه دي ویل شوي.

پوځ ویلي دي چې دغه عملیات د کوټې په ښار کې تر سره شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې څه وخت.

د مې د میاشتې راهیسي کله چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د امریکا د خاصو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو، پر پاکستان باندي د امریکا د خوا زیات فشار دی چې په دغه ملک کې د القاعدې پر ضد جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG