د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال امرخېل وايي له دندې یې استعفی وکړه


An overturned car is seen at the site of a bomb attack in Jalozai camp in Nowshera district, northwestern Pakistan, March 21, 2013.
An overturned car is seen at the site of a bomb attack in Jalozai camp in Nowshera district, northwestern Pakistan, March 21, 2013.

د ختيځو ولايتونو لپاره د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل د پنجشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفى اعلان کړه.

ده د خپلې استعفى علت د پاكستان له خاورې پر افغانستان باندې د توغونديو پر راتلو د مركزي ادارې له خوا ده ته د ځوابي بريد نه اجازه وركول وګاڼه.

د افغانستان سرحدي قواوې وايي چې د تیرو دوو اونۍ راهیسې د پاکستان له خوا نه د ننګرهار او کونړ پر سرحدي سیمو باندې توغندي لګیږي او تر اوسه پورې پدې بریدونو کې په لسګونو ملکي خلک وژل شوي دي.

امرخېل امریکا غږ ته وویل: زموږ مکلفیت دا نه دی چې د خلکو د وژل کیدو د کورونو د وراني ننداره وکړو. د داخله وزارت څخه خواهش کوم چې زما استعفی ومني او زما پر ځای ختیځ زون ته بل څوک راولیږي.

امرخېل وايي: ده څو ځلې پر دې ستونزې له لوړو مقاماتوسره خبرې كړې دي خو ده ته د ځوابي بريد اجازه نه ده وركړل شوې نو غوره يې دا وګڼله چې له خپلې دندې استعفى وكړي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د جنرال امرخېل استعفى نه ده منلې.

ددغه وزارت وياند صديق صديقي وايي چې دوی دجنرال امرخېل د استعفى خبر نه تاييدوي.

له څه باندې يوې مياشتې را پدې خوا د پاكستان او افغانستان تر منځ دتوغونديودراتوغولو پر سرناندرۍ روانې دي.

افغان چارواكي وايي چې تر دا مهاله نږدې شپږ سوه توغوندي د پاكستان له خاورې راتوغول شوي دي چې په ترڅ كې يې تر شپېتو زياتو ولسي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنرال امرخېل په داسې مهال استعفى وړاندې كوي چې افغان او پاكستاني چاوراكو په كابل كې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې بهير د پياوړتيا او په سيمه كې د ستونزو پر حل ګډه غونډه كړې ده.

XS
SM
MD
LG