د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په یوه زیارت کې ستره چاودنه شوې


د پاکستان په یوه زیارت کې ستره چاودنه شوې

د پاکستان په یوه زیارت کې ستره چاودنه شوې

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې بم د پنجاب ایالت د یوه مشهور زیارت په عمومي دروازې کې ایښودل شوی ؤ. د ځایي پولیسو قوماندان امجد جواد سلیم چې د خبریالانو سره یې خبرې کولې د پيښې په اړه یې داسې وویل:

" دی وایي دوه کسانو چې په موټر سائیکل سپاره وو د زیارت مخې ته یې د شیدو یو غټ قطی کیښود او خلکو ته یې داسې وښوده چې زیارت کوونکو ته یې پکې شیدې راوړیدي خو په اصل کې یې په قطي کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو. "

د چاودنې له امله د پاک پتن په سیمې کې چې دغه زیارت پکې دی یو ستر اور هم لګیدلی ؤ چې د زیارت نه بهر یې زیات شمیر دکانونه او مارکیټونه هم تباه کړیدي.

پولیسو همدارنګه ویلي دي په چاودنې کې د بابا فرید زیارت ته چې د دولسمي پیړۍ یو مشهور صوفي دی، زیان ندی رسیدلی. په پاکستان کې په هغو کسانو باندې د مشکوکو جنګیالیو لخوا زیاتې حملې شویدي چې د صوفي اسلام پیروان دي.

د لاهور په ښار کې د داتا دربار د زیارت نه وروسته د فرید بابا زیارت په پاکستان کې زیات شهرت لري. د همدې کال د جولای په میاشت کې د داتا دربار په زیارت کې هم دوه غبرګې ځانمرګې حملې شوې وې چې د څلویښتو کسانو نه زیات خلک په کې وژل شوي ؤ.

او د همدې میاشتې په سر کې د کراچۍ په ښار کې هم د یوه صوفي په زیارت کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول او لږ تر لږه اته کسان پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG