د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو د حکیم الله وژل کېدل تایید کړي


د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود په دې مشهور و چي یو قهرجن، تیری کونکی، بې باک او بې پروا سړی و.
د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود په دې مشهور و چي یو قهرجن، تیری کونکی، بې باک او بې پروا سړی و.

پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ دا تایید کړه چې مشر یې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ دا تایید کړه چې مشر یې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دی.

هغوي داخبر دهغه له وژل کېدلو نه ېوه ورځ وروسته تائېد کړ. له بل پلوه تحرېک طالبان پاکستان په دې هم پېل کړېدی چې نوی مشر وټاکي. دهغوي شوری دنوي مشر د ټاکلو لپاره غونډه وکړله.

اعظم طارق د پاکستاني طالبانو نطاق د جنوبي وزېرستان په قباېلي علاقه کې د حکیم الله محسود وژل کېدل او له هغه سره د نورو څلورو تنو وژل د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول تصدیق کړل.

داسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چې حکیم الله محسود او څلور تنه نور چې له هغه سره ووژل شول، په ېوه نامعلوم ځای کې ښخ شول.

له بل پلوه د شنبې په ورځ هم بې پېلوټه الوتکې د شمالي وزېرستان په فضا کې الوتلې. عینی شاهدانو د مېر علی او مېرانشاه له ښارونو نه رپوټ ورکړېدی چې د حکیم الله محسود پلوېانو پرهغوې له ډېرې غوسې نه ډزې وکړلې.

کاېټلین هېډېن دامرېکا د ملي امنېت د شوری نطاقه وايي چې سپېنې ماڼی لاتراوسه پورې د حکېم الله مسعود مرگ ندی تائېد کړی، خو هغې ووېل چې دا به د پاکستانی طالبانو لپاره ېوه غټه ضایعه وي.

په داسې حال کې چې دحکېم ا لله دوژل کېدلو له امله به د پاکستان طالبان کمزوري شوي وي، خو د پا کستان له حکومت سره ددغې ډلې په خبرو کې ستونزې رامنځته کېدلی شي. اسلام اباد دغه ډله د زرګونو پاکستانیانو دمرگ مسووله بولي.

رپوټ وايی چې پرحکیم ا لله مسعود له برېد نه څو شېبې مخکی د پاکستان صدراعظم نواز شرېف اعلان وکړ چې د ده حکومت له پاکستاني طالبانو سره خبرې پېل کړېدي خو ډېر کم تفصېلات یې ورکړل. د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزېر پروېز رشېد وویل چې دوي به دا کار ونکړي چې دسولی خبرې مړې شي، بلکه حکومت به دمذاکراتو له پلان سره پر مخ ولاړشي. خو په عېن حآل کې د طالبانو چارواکېو د حکېم الله دمرګ د بدل اخېستلو لوړه وکړله.
XS
SM
MD
LG