د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان: د بن لادن غچ اخلو


د پاکستاني طالبانو مرستیال ولي الرحمن له آې.پي آزانس سره خبرې وکړې
د پاکستاني طالبانو مرستیال ولي الرحمن له آې.پي آزانس سره خبرې وکړې

د طالبانو لوړپوړو مشرانو نن وعده وکړه چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مرګ دغچ اخېستلو لپاره به په پوره زور او قوت خپلې حملې زېاتې کړي.

په دې اړه د پاکستاني طالبانو څو تنو مشرانو د خبري اژانسونو سره کړې دي. د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان ولي الرحمان نن د آې.پي خبري اژانس سره په مرکه کې ووېل چې طالبان به د هغه په وینا داسامه بن لادن هدف او مرام پوره کړي او په پوره قوت به جنګ وکړي.

د طالبانو یوه قوماندان نن د الجزېرې تلویزون سره مرکه وکړه، خو دا لومړې وار نه دی چې طالبانو دالقاعدې د مشر د وژلو دغچ اخېستلو اعلان کړی دی. تېره هفته طالبانو دخېبر پښتونخوا په شبقدر ډېرئ د پاکستاني ملېشو د رزونې په یوه مرکز باندې د یوې حملې مسوولېت په غاړه واخیسته چې ٨٠ تنه په کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکي وایې چې د طالبانو تقرېبا ېوې ٧٠ کسېزې ډلې نن د افغانستان د سرحد سره څېرمه د پاکستان د امنېتي ځواکونو په یوه پوسته باندې دوه ځلې حملې وکړي، او کله چې دهغوئ لومړئ حمله په شاه وتمبول شوه نو بېا ېې سمه نېمه شپه بله حمله وکړه، دوه تنه پولیسان یې ووژل او ٥ تنه یې زخمیان کړل.

پاکستاني مامورانو ووویل چې طالبان ټوپکواو راکټونو نه استفاده وکړه. چارواکو وویل چې دطالبانو دوهمې حملې تقرېبا درې ساعته دوام وکړ چې په نتېجه کې ېې کم ترکمه ١٥ تنه طالبان ووژل شول. دپاکستان په شمال لوېدېځ کې قباېلي سیمې دطالبانو او القاعدې ېو مهم سنګر ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG