د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې له پاکستان سره د نوي پیل غږ کړی


برتانیې له پاکستان سره د نوي پیل غږ کړی
برتانیې له پاکستان سره د نوي پیل غږ کړی

د برتانېې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون دخپل حکومت د اړېکو په برخه کې له پاکستان سره دېوه نوي فصل او باب د پرانېستلو لپاره چمتو دی.

ډېوېډ کېمېرون، تقرېبا له ېوکال مخکی راهېسی په برتانېه کې صدراعظم شوېدی او داېې اول ځل دی چې پاکستان ته سفر کوی.

رپوټ وايي چې ډېوېډ کېمېرون د سه شنبی په ورځ اسلام اباد ته ورسېده، او هلته به دی د پاکستان له اولسمشر آصف علی زرداری او له صدراعظم ېوسف رضا گېلانی، سره ملاقات وکړی.

ټاکل شوېده چې هغه ېوه وېنا وکړي او په هغې کی به ووايی چې خپل منځی ستونزې څنگه اوارې کړي. هغه به په دې وېنا کې پردواړو ملتونو غږ وکړی چې د ماضي غلط فهمۍ له منځه لېرې کړي.

د ډېوېډ کېمېرون دفتر ددوشنبی په ورځ دهغه د وېنا غوره ټکي خپاره کړل.

رپوټ وايي چې د برتانېې دمشر دغه سفر ته په دې نظر کتل کېږی چې هغه غواړی په دې برخه کې نورې هڅی هم وکړی چې خپلې اړېکی له پاکستان سره پرمخ یوسي.

ډېوېډې کېمېرون دتېرکال د جولای په مېاشت کې وېلی وو چې د جنوب ختېځې اسېا دغه اسلامی هېواد د ترهگری صادرلو ته اجازه ورکړېده. هغه دغه تبصره د هند په سفر کې کړې وه.

له دغو تبصرونه ېوه مېاشت وروسته دپاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری لندن ته سفر وکړ . په لند ن کی اصف علی زرداری او ډېوېډ کېمېرون دواړو اعلان وکړ چی د پاکستان او برتانېې اړېکی نه شلېدونکی دی. برتانیه یو پخوانی ښکېلاکگر هېواد دی.

XS
SM
MD
LG