د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان برتانوي روزونکي شړلي


پاکستان برتانوي روزونکي شړلي

پاکستان برتانوي روزونکي شړلي

د برتانيي رسنۍ وايي، پاکستان د برتانیې د نظامي روزونکیو هغه ډله له خپل هیواد نه ایستلې ده چې د طالبانو او القاعده خلاف جګړه کې یې په روزنه کې مرسته کوله.

د برتانیې د ګارډېن ورځپاڼې د یکشنبی په ورځ رپوټ ورکړ چې د برتانیې د دفاع وزارت دا خبر تصدیق کړیدی چې د دوی ۱۸ نظامي سلاکاران له پاکستان نه ایستل شوي دي.

رپوټ وايي دا سلاکاران او روزونکي د هغه پروګرام یوه برخه وو چې د پاکستان سرحدي ملیشې به یې روزلې او لګښت یې په کال کې تقریبا ۲۴ میلیونو ډالرو ته رسیده.

ګارډین ليکي دغه اوسنی زړه بدوالی او د نظامي روزونکیو ایستل د امریکا له هغه چپاو نه را پیدا شوېدي چې اسامه بن لادن د القاعدې مشر پکې ووژل شو. ګارډین رپوټ ورکوي چې له دغه چپاو نه وروسته لا ددغه چپاو اغیزې تر اوسه پورې ادامه لري او د اسلام اباد او غربي هیوادونو تر منځ اړیکې یې ستونزمنې کړیدي.

ګارډین د برتانیې د دفاع وزارت له قوله رپوټ ورکوي چې د نظامي سلاکارانو ایستل لنډ مهاله پړاو دی او د پاکستان له خوا نه یې د امنیتي اندیښنو له امله غوښتنه شوې وه.

دغه نظامي روزونکي تیر کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې ځای په ځای شوي وو.

ټاکل شوې وه چې دا روزونکي به تر ۲۰۱۳ م کال پورې په پاکستان کې پاتې شي او خپلې وظیفې ته به ادامه ورکړي.

ګارډین لیکي د برتانیې د دفاع وزارت هیله من دی چې که روانه خړپړتیا ختمه شي روزونکي به یې بیرته خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د بې پیلوټه الوتکو بمباري

د پاکستان د استخباراتو چارواکي وايي د امریکا بې پېلوټه الوتکیو په قبایلي علاقه کې څلور تنه مشکو ک جګړه ماران وژلي دي.

رپوټ وايي د دوشنبې د ورځې دا برید د جنوبي وزیرستان په قبایلي علاقه کې وشو.

د امریکا حکومت په ښکاره باندې په دې اعتراف ندی کړی چې د بې پیلوټه الوتکیو بریدونه کیږي خو پاکستان دا بریدونه په خپله خاوره باندې د تیري په نامه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG