د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له پوځ سره د امریکا د مرستو بندیدل


د پاکستان له پوځ سره د امریکا د مرستو بندیدل

د پاکستان له پوځ سره د امریکا د مرستو بندیدل

د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه وایي واشنګټن د پاکستان د پوځ سره د خپلو، د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته معطلوی اوحتی ځینو برخو کې ورباندې دغه مرستی بندوي.

نیویارک ټایمر د درې لوړرتبه امریکایي مامورینو له قوله چې نومونه یې ندي لیکلي وایي، دا اقدام په دې خاطر کیږي چې پاکستان د امریکا نظامي ښوونکي د ملک نه وباسی او غواړي چې د پاکستان په پوځ باندې فشار راشي چې یاغیان ښه کلک وځپي.

دغه ورځپاڼه وایي قریب ۸ سوه میلیونه ډالر نظامي مرسته او تجیزات، یا د څه باندې دوه ملیاردو ډالرو کلنی امریکایی امنیتي مرستې څه باندی دریمه برخه به اغیزمنه شی.

د نیویارک ټایمز رپوټ وایي څرګنده ده چې ددې مرستې د کمولو مقصد دادی چې د پاکستان پوځ په دوه لارو کې یوه غوره کړي، یا به د امریکا ودریږي چې د عملیاتو لګښتونه یې تمویلوي او یا به د طالبانو او نورو یاغیانو سره چې په افغانستان کې د امریکایی عسکرو په ضد جنګیږي خپل پټ ملاتړ ته ادامه ورکوي.

نیویارک ټایمز د امریکایی مامورینو له قوله چې نومونه یې ندي څرګند شوي، ویلي دي که چیرې د امریکااو پاکستان خپل منځی اړیکې ښې شي، او که چیرې پاکستان ژمنه وکړي چې د ترورستانو د ځبلو دپاره ښه کلک اقدامات کوي نو ښایي چې د تجهیزاتو او مرستو استول بیرته پیل شي.

XS
SM
MD
LG