د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: نیول شوی امریکايي خاص ډیپلوماتیک موقف نلري


پاکستان: نیول شوی امریکايي خاص ډیپلوماتیک موقف نلري
پاکستان: نیول شوی امریکايي خاص ډیپلوماتیک موقف نلري

د پاکستان د بهرنېو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي وايي یو امریکايي دیپلومات چې د ٢ پاکستانیانو د وژلو په تور په لاهور کې نیول شوی دی، هغسې کوم عام او تام دیپلوماتیکي مصوونیت نه لري لکه څنگه چې واشنگټن یې ادعا کوي.

شاه محمود قرېشي چې تېره هفته یې له خپلې دندې استعفا وکړه، نن خبریالانو ته ووېل چې مشاورانو یې ورته دا نظر وکړی و چې نیول شوی امریکايي ریمونډ ډېوس داسی کوم پوخ دېپلوماتېکی مصوونیت نه لري چې د نیولو نه یې مخنیوی وکړي.

خو د امریکا جمهور رییس بارک اوباما پرون په واشنگټن کی خبرېالانو ته ووېل رېمونډ ډېوس یو دیپلومات دی او د امریکا حکومت د پاکستان نه دا توقع کوي چې د نړیوالو قوانینو او موازینو پر اساس ورسره چلند وکړي.

اوباما د پاکستان د حکومت نه وغوښتل چی نوموړی دېپلومات باید سمدستي خوشې کړي. په رېمونډ ډېوس باندی تېره مېاشت په لاهو رکی د ٢ پاکستانیانو د قتل تور لگول شوی خو هغه وايي چې د خپل ځان د دفاع په خاطر یې ډزې وکړې او دواړه کسان یې وویشتل.

له بلې خوا د امریکا د مشرانو جرگې د خارجي اړیکو د جرگه گئ رییس سناتور جان کیری نن په اسلام اباد کې د شاه محظود قرېشی سره وکتل او نن به د پاکستان د جمهور رییس او صدراعظم سره هم وگوري. ج

جان کېري پدغه پېښه باندې خپله خپگان ښکاره کړ او ویې وېل چې امریکا به په دې باب جنايي تحقیقات وکړي.

ددې پېښې په وجه د امریکا او پاکستان اړیکې ډیرې زیاتی خرابې شوي دي او تشنج یې زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG