د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بمباري بنده کړي


Crowds fill Saint Peter's Square for the inaugural mass of Pope Francis at the Vatican, Mar. 19, 2013.
Crowds fill Saint Peter's Square for the inaugural mass of Pope Francis at the Vatican, Mar. 19, 2013.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني غوښتنه کړې ده چې د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ دې بندې شي.

هغه وايي چې پکار ده امریکا له پاکستان سره په دې برخه کې استخبارات شرېک کړي څو پاکستان وکولی شي چې په خپله خاوره کې د ترهگرانو خلاف عملیات وکړي.

د بې پېلوټه الوتکېو بمباری د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په یو شمېر قبایلي علاقو کې کیږي.

پاکستان په دې هم خواشېنی دی چې د سپېنی مآڼی له خوانه ېو رپوټ خپور سو او د پاکستان پر هغو هڅو ېې انتقاد کړېدی چی دترهگری خلاف یې کوي.

جان بینر، د امریکا لوړ پوړی وکیل په اسلام آباد کې دی

پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بمباري بنده کړي
پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بمباري بنده کړي

ښاغلي گېلانی دا تبصره هغه وخت وکړله چې د امریکا د ولسی جرگی مشری جان بېنر د ولسي جرگې له نورو غړیو سره د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته ورسید.

رپوټ وايی دامرېکا ددې هېئت سفر په داسی وخت کې پېښېږی چې دپاکستان او امرېکا ترمنځ اړېکی د امرېکا دمرکزی استخباراتو د قراردادی مامور او ېوشمېر خونړېو بمبارېو په سر باندی ترېنگلی شوېدي.

رپوټ وايی چې د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلانی جان بېنر ته ووېل چې ېوازې ېوه پېښه باېد ددې سبب نشی چې دامرېکا او پاکستان ترمنځ اړېکو باندی منفې اغېزه وکړي.

د پاکستان له صدراعظم ېوسف رضا گېلانی سره ددوشنبی دورځی له ملاقات نه وروسته ، جان بېنر ېوه رسمی وېنا خپره کړله.

هغه په خپله وېنا کې ددې خبری په اهمېت ټېنگار وکړ چې دستونزو په وړاندی په گډه کار وکړی او ددواړو هېوادونو ترمنځ شراکت بېرته اعاده کاندی. همدارنگه جان بېنر له افراطېانو او ترهگرو سره د پاکستان د پوځ د قربانېو ېادونه وکړله.

هغه ووېل چې القاعده پاکستان خپل هدف کړی و او ددې په نېتجه کې دغه ملت غټی خسارې او تاوانونه وگالل.

جان بېنر په دغه سفر کې د پاکستان له صدراعظم ېوسف رضا گېلاني نه پرته دپاکستان د پوځ د لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی او په پاکستان کې دامرېکا له سفېر کېمېرون منتر سره ملاقاتونه وکړل.

پاکستان نوی توغندی آزمویلی:

پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بمباري بنده کړي
پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بمباري بنده کړي

پاکستان وايي د لنډ واټن ېو توغندی ېې ازموېلی دی. دغه توغندی ددې وړتېا لري چی اټومی وسله هدف ته ورسوي.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دا ازموېنه ېې د سه شنبی په ورځ کړېده او داتوغندی ېې نوی جوړ کړېدی. دتوغندي نوم حطف ۹ دی او په ۶۰ کېلومترو کې چې له ۴ مېلو سره برابرد ي په ډېر ه دقېقه توگه هدف وېشتلی شی.

رپوټ وايی د پاکستان د ستراتېژېکو وسلو د انکشاف هدف دادی چې دنورو د برېد ممانعت زېات کاندی. په همدی سبب د لنډ واټن توغندېوته انکشاف ورکوی. وېل کېږی چې ددغه توغندی نظآم د چټک ځواب نظآم دی او دهغو خطرونو درامنځته کېدلو مخه ونېسی چې په تدرېجی ډول منځته راتللی شی.

پاکستان او اټومی سېال ېې په منظم ډول دنوېو توغندېو د وارولو ازموېنی کوي ا و مقصد ېې داوي چې اټومی کوپړۍ انتقال کړي. دغو دواړو هېوادونوپه ماضې کې دری جگړی کړېدی. په دې کې دوه جگړی د کشمېر په سر وی.

رپوټ وايی دغو دواړو هېوادونو په ۱۹۹۸ مېلادی کال کې د اټومی وسلو دجوړولو قابلېت پېداکړ اوله هماغه وخت راهېسی په منظم ډول د توغندېو ازموېنو ته دوام ورکوی. د پاکستان د وسلو په جبه خانه کې د لنډ واټن، منځنی واټن او اوږده واټن توغندي شامل دی.

پاکستان اول ځل دمی په ۱۹۹۸ مېلادی کې اټومی ازموېنه وکړله. دغه راز ازموېنه اول هندوستان کړی وه.

دغه دواړه گاونډی هېوادونه، په ۲۰۰۲ م کال کې د کشمېر په سر د اټومی جگړی په درشل کې ولاړ وو.

خو وروسته بېا په ۲۰۰۴ م کال کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ډېرې سوکه خبری پېل شولی. خو په ۲۰۰۸ م کال چې دمومبی په ښار کې دترهگرو له خوانه برېدونه وشول، دا خبری بېا تر درې کلونو پورې وځنډېدلی. خو د مارچ په مېاشت کې له اوږده ځنډ نه وروسته بېا پېل شولی.

XS
SM
MD
LG