د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړل


امریکا په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړل
امریکا په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړل

امریکایي چارواکي وایي دا کار یې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د بیرته رغولو په خاطر کړیدی.

د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه ( لاس انجلس ټایمز ) وایي چي د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې ( سي آي اې ) په پاکستان کي په ټیټ رتبه طالبانو باندي د بې پیلوټه الوتکو حملې بندي کړي دي او دا کار یې ددې د پاره کړی چي د پاکستان سره خړي پړي اړیکي ښې کړي.

دغي ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله چي نومونه یې نه دي ذکر کړي وویل چي د سي آي اې له خوا په دې حملو کي نا اعلان شوی ځنډ ددې لپاره راغلی دی چي هغه بې باوري لیري کړي چي ددواړو ملکونو تر منځ د یو لړ پېښو نه وروسته را پیدا شوې ده. په دې کي د نومبر په میاشت کي د ناتو هغه حمله هم شامله ده چي ٢۴ پاکستاني عسکر په کي ووژل سول.

د لاس انجلس ورځپاڼه لیکي چي د بې پیلوټه الوتکو په حملو کي د دغه شپږ اونیزه ځنډ فیصله وروسته له هغه وشوه چي په پاکستان کي د امریکا ددغو حملو په اړه د جمهوررئیس اوباما په حکومت کي یو لړ زیات بحثونه وشول.

رپوټونه وایي چي د بې پیلوټه الوتکو په حملو کي د ٢٠٠۴ کال را پدې خوا د القاعدې په لس گونولوړ رتبه غړي او په سل ګونو یاغیان وژل شوي دي، مګر دغو حملو ډیر پاکستانیان په غوصه کړي هم دي.

ورځپاڼي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د شورا د چارواکو له قوله ویلي دي چي د بې پیلوټه الوتکو دغه حملې « چندان ګټوري نه دي » ځکه چي د طالبانو سړي چي دا حملې ورباندي کیږي په آسانۍ سره خپل ځایونه بدلولای شي. د لاس انجلس ورځپاڼي دا هم ویلي دي چي په دې حملو کي د وژل شوو کسانو د شمیر په هکله د پاکستان ادعاگانو چي امریکا موافقه نه ورسره لري، د جمهوررئیس آصف علي زرداري حکومت چي د امریکا متحد دی، بې ثباته کړی دی.

XS
SM
MD
LG