د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو په پاکستان کې لس مسافرین وژلي دي


وسله والو کسانو په پاکستان کې لس مسافرین وژلي دي
وسله والو کسانو په پاکستان کې لس مسافرین وژلي دي

د پاکستان پولیس وایي چی وسله والو کسانو نن د شنبې په ورځ د جنوب لویدیځ په ګوښه سیمه کي د مسافرو په یوه بس موټر باندي حمله وکړه، لس کسه یې په کي ووژل.

چارواکو وویل چی وسله والو دغه بس موټر د بلوچستان لوی ښار کوټي ته نژدې د آب ګم په ښارګوټي کی ودراوه او څوتنه یې د بس نه راکښته کړل او ډزي یې پر وکړې.تر اوسه پوری هیچا څه نه دي ویلي چی دا حمله چا کړې ده. یوه بله حمله د کوټې په ښار کې وشوه او وسله والو کسانو شپږ تنه ووژل.

بیلتون غوښتونکو په بلوچستان کي په کښته سطح بغاوتونه کړي دي. هغوی ددې سیمي د پاره زیاته خودمختاري غواړي او وایي چی د هغې د ملي منابعو گټه دي ورسره شریکه شي.

XS
SM
MD
LG