د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان په چاودنو کې ٣٣ کسان ووژل شول


د پاکستان چارواکی وايی چی د دوشنبی په ورځ دوه جلا بم چوني وشوی او لږ تر لږه ٣٣ کسان پکې ووژل شول.

چارواکی وايی چې ېوه ځان مرګه، د جنوبی وزېرستان د قباېلی سېمی په ېوه جومات کې خپل ځان په بم والوزاوه او د جومات د ملا په شمول یې لږ تر لږه ٢٥ کسان ووژل شول.

چارواکی وايی چې مولانا نور محمد ددوشنبی د ورځې د برېدونو هدف و. رپوټ وايي چې دغه سېمه د طالبانو د فعالېتونو مرکز ګڼل کېږی.

دکرمی په اېجنسۍ کې د قباېلي مشرانو په ېوه مجلس کې ېو بم وچاود او ٧ کسان پکی ووژل شول. ېوې ډلی هم تراوسه پورې ددغو چاودونو مسوولېت په غاړه ندی اخېستی. اسلامی سرتېرو په تیرو وختونو کې دېته ورته بم چونی کړېدی. خو د پاکستان د سېلابونو راهېسی ډېرغټ برېدونه نه کوي.

XS
SM
MD
LG