د لاس رسي وړ اتصالات

د الیاس کشمیري د مرګ رسمي اعلان او پیښور کې خونړۍ چاودنه


د الیاس کشمیري د مرګ رسمي اعلان او پیښور کې خونړۍ چاودنه
د الیاس کشمیري د مرګ رسمي اعلان او پیښور کې خونړۍ چاودنه

پاکستان اعلان وکړ د هیواد د ترورستانو یو مهم مشر چې پولیس ورپسی گرځیدل د امریکا د بی پیلوټه یا ډرون د الوتکې په حمله کې وژل شویدی او دهیواد په شمال لویدیځ کې دبم په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوی دی.

پولیس وائې، دغه چاودنه پیښور ته په د مټنی د بسونو په تمځای کې شوې چې لږترلږه لس تنه پکې زخمیان شویدي.

د پاکستان استخباراتي منابعو دشنبې په ورځ وویل، دالقاعدی لوړ رتبه مشر ایلیاس کشمیری د اتو نورو افراطیانو سره په جنوبی وزیرستان کې په یوه حمله کې وژل شویدی.

دکشمیری خپلی افراطی ډلې حرکت الجهاد الاسلامی په یوفکس کې چې خبری آژانسونوته ئې استولی دی تائید کړیدی اودجمعی په ورځ ئې وویل، کشمیری شهید شویدی.

امریکا کشمیری دنړیوال ترورست په حیث پیژندلی او پنځه میلونه ډالر انعام ئې هغه چاته ورکاوه چې داسی معلومات ورکړی چې دهغې له مخی ونیول شی.

داستخباراتو مامورانو کشمیری یو ډیرخطرناک او پوره روزل شوی ترورست گڼه . پاکستانی مامورانوشک په راته چې تیره میاشت ئې په کراچې کې ئې په سمندری اډه باندی دحملی پلان جوړ کړی وچې افراطیانو د ١٧ ساعتونو لپاره دغه اډه محاصره کړی وه.

XS
SM
MD
LG