د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو په پاکستان کې 18 ملکي کسان وژلي


یاغیانو په پاکستان کې 18 ملکي کسان وژلي

یاغیانو په پاکستان کې 18 ملکي کسان وژلي

پاکستاني چاروکي وایی چی یاغیانو د افغانستان سره په قبایلي سرحدي سیمه کي د ملکي خلکو د موټرو په یوه کاروان باندي چی د امنیتي قواو له خوا بدرګه کیده، حمله کړېده.

پدې حملې کې لږ تر لږه ١٨ کسه وژل شویدي چی په مړو کي دوې ښځي هم شاملي دي. رپوټ وایي چې یو شمیر خلک ټپي شوي هم دي خو تر دې دمه یې پوره رقم ندی څرګند.

چارواکو وویل چی دا پټه حمله نن د شنبې په ورځ د کرمې د ایجنسۍ د

( چارخېل ) په کلي کي شوېده. هغوي وویل چی د موټرو دا کاروان د پېښور ښار ته روان و چی دا حمله پرې وشوه. د موټرو ټولې سپرلي شیعه مسلمانان وو او چارواکي وایی چی ددې حملې علت به شاید مذهبي تشدد وي.

XS
SM
MD
LG