د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ۷ شعیه ګان وژل شویدي


د پاکستان په شمال لویدیځ کی حکومتي چارواکي وایی ټوپک والاوو د بلوچستان د ایالت په مرکز کوټې کې په دوه جلا پیښو کی اوه تنه شیعه ګان وژلی دی.

مقامات وایی، دغو ټوپک والاوو چه په موټر سایکل سپاره وو، په یوه ټکسی موټر ډزی وکړې ، لږ ترلږه پنځه تنه شیعه ګان یی ووژل. وروسته ټوپک والاوو دوه نور شیعه ګان ووژل . سمدستی چا ددغو ډزو د مسولیت ادعا نه ده کړی.

په پاکستان سنی مسلمانان اکثریت دی، اوسره ددی چه سنی او سیعه مسلمانان د یو بل تر څنګ کرار اوارام ژوند کوی ، خو افراطیان ددی دواړو ټولنو په خلکو حملی کوی.

XS
SM
MD
LG