د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو په پاکستان کې امریکایي تبعه تښتولی


وسله والو کسانو په پاکستان کې امریکایي تبعه تښتولی
وسله والو کسانو په پاکستان کې امریکایي تبعه تښتولی

د پاکستان پولیس وایي چي لږ تر لږه اتو وسله والو کسانو یو امریکایي تبعه د لاهور په ښار کي د خپل کورنه تښتولی دی.

دغو پولیسو وویل حمله کونکي نن د شنبې په ورځ سهار ددغه امریکایي کورته ورغلل، د هغه محافظین یې ونیول او امریکایي یې د خپل کور نه راوایست.

دغه امریکایي په خپلو شپیتو کلونو کي دی او د یوې خصوصي کمپنۍ سره کار کوي.

په پاکستان کی د امریکا د سفارت چارواکو دا خبر تایید کړی دی. هیچا تر اوسه پوري څه نه دي ویلي چي دا کار چا کړی دی.

په پاکستان کي د پیسو په بدل کي د سړو تښتول عام کار دی، که څه هم چي تر اوسه پوري په خارجیانو باندي دومره زیاتي حملې نه دي شوي. د پاکستان یاغي طالبانو ویلي وو چي دوي ددې کال په سر کي دوه تنه سویسیان تښتولي وو.

له بلي خوا په پاکستان کي د امریکا مخالف احساسات په خلکو کي زیات شوي دي. او د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ هم تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات سو چي د مې د میاشتی په دوهمه د القاعدې مشر په پاکستان کي د امریکایي قواو په حمله کي ووژل سو.

همدارنګه د پاکستان د تیلو د ټانکرونو د خاوندانو اتحادیه وایي چي هغه د پاکستان د حکومت نه زیات حفاظت غواړي.

دغي اتحادیې پرون د جمعې په ورځ گواښ وکړ چی که حکومت د هغې د ټانکرونو د ساتني او حفاظت غم ونه خوري او تښتول شوي ډرایوران یې آزاد نه کړای شي، نو په ٢۴ ساعتونو کي به ناتو ته د تیلو رسول بند کړي.

ددغي اتحادیې مشر ویلي دي چي په داسي حال کي چي دده د اتحادیې اته ټانکرونه ورک شوي او څو ډرایوران یې یا وژل شوي یا تښتول شوي دي، حکومت دداړه مارانو او جنایتکارانو په نیولو کي هیڅ ډول اقدامات نه دي کړی.

وسله والو کسانو ددې میاشتي په سر کي اوو ټانکرونو ته چي افغانستان ته یې تیل رسول اورونه واچول. دا حمله هغوي د سیند د ولایت د خیرپور په ولسوالي کي وکړه

XS
SM
MD
LG