د لاس رسي وړ اتصالات

آیا په پاکستان کې پوځي کودتا کیدونکې وه؟


د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف پریکړه وکړه چې اوس د ملکي حکومت د راپرځولو مناسب وخت نه دی
د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف پریکړه وکړه چې اوس د ملکي حکومت د راپرځولو مناسب وخت نه دی

په پاکستان کې د څو اونیو راهیسې جاري د حکومت ضد مظاهرو، د پاکستان د پوځ د ١١ څخه ٥ قوي جنرالان په دې قانع کړي وو چې وخت یې راغلی چې صدراعظم نوازشریف استعفا ته مجبور کړل شي.

د رویټرز خبري آژانس خبریالې، مهرین زهره ملک ته د نوازشریف د حکومت یو وزیر چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت په وجه یې نوم ذکر شي، وویل "په داسي حال کې په اسلام آباد کې مظاهره شروع وې او په زرگونو مظاهره چیانو هڅه وکړه چې د نوازشریف دفتر ته ورننوځي، د پوځ لوړپوړو جنرالانو د اگست په پای کې د راولپنډي په ښار کې د لوړې سطحې غونډه وکړه"

په پاکستان کې د څو اونیو راهیسې جارې د حکومت ضد مظاهرو، د پاکستان د پوځ د ١١ څخه ٥ قوي جنرالان په دې قانع کړي وو چې وخت یې راغلی چې لومړی وزیر نوازشریف مجبور کړل شي ترڅو استعفا وکړي.
په پاکستان کې د څو اونیو راهیسې جارې د حکومت ضد مظاهرو، د پاکستان د پوځ د ١١ څخه ٥ قوي جنرالان په دې قانع کړي وو چې وخت یې راغلی چې لومړی وزیر نوازشریف مجبور کړل شي ترڅو استعفا وکړي.

د جنرالانو په دغه څلور ساعته مهمې غونډې کې د پاکستان ډیموکراټیکه پروسه یو وار بیا له یو جدي ګواښ سره مخامخ وه.

په داسې یو هیواد کې چې هلته د انتخاباتو پرته د پوځي کودتاګانو د لارې واک ډیر نیول شوی، پوځ د یو بلې پوځې مداخلې پر کېدو غور کوي.

خو د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف پریکړه وکړه چې اوس د ملکي حکومت د راپرځولو مناسب وخت نه دی.

د دې ترڅنګ نوموړي د پوځ د قوماندانانو په مینځ کې بیلابیلو اختلافاتو دومره اهمیت ورنکړ او هڅه یې وکړه چې د ځینو سخت دریځو جنرالانو مخه ونیسي چې د کودتاه پلویان وو.

نوموړي اعلان وکړ چې دغه بحران باید د پوځې مداخلې د لارې حل نشي بلکې پر سیاسي لارو چارو دې غور وشي.

د پوځ دوو نورو منابعیو د جنرالانو یاد شوې غونډه او د شویو بحثونو پخلی کړی دی چې هغوي هم د نوم د نه افشا کېدو غوښتنه کړې ده.

د دوي له جملې څخه یوې منبعې ویلي دي " جنرال راحیل شریف د مستقمې پوځې مداخلې طرفداره نه دی. په دې معنی چې ټانکونو به جادو ته نه راوځي . پوځ د سیاسي حل لارې طرفداره دی."

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو ادارې یا (آی اس پي آر) د یکشنبې د ورځي غونډه تایید کړې ده خو د تفصیلاتو د ورکولو څخه یې انکار کړی دی.

دویمې سرچینې هم د لومړۍ منبعې په څیر د پوځ د یادشوې غونډې د مطرح شویو موضوعاتو پخلی کړی دی او وايي چې داسي معلومېږي چې " پوځ غواړي د ډیموکراسۍ ملاتړ وکړي."

آیا لوی درستیز پوځي کودتاه ته غلی دی؟

جنرال را حیل چې د نوازشریف سره نسبتا دومره ډیر نږدې نه دی کیداشي سم وخت ته انتظار باسي چې پوځي کودتاه وکړي.

د رویټرز آژانس لیکي چې که نوازشریف د پوځ په ملاټر د مظاهره چیانو د تحریک له وجې د جوړ شوي سیاسي بحران څخه ځان راوهم باسي نو بیا به هم هغه یو کمزوری صدراعظم وي.

دا اوسنی سیاسي بحران به د پاکستان پوځ ته ددې زمینه مساعده کړي چې په بهرني سیاست کې او د کورني سیاست د داخلي امنیت پر پالیسوو باندې لازیات کنټرول پیدا کړي او ملکي حکومت به دی ته پرېږدي چې د خراب اقتصادي وضعیت او د بریښنا د پراخې کچې د نه شتون چاره وکړي چې دې مسلو زیات شمیر پاکستانیان په غوصه کړي دي.

رویټرس زیاتوي چې یو دلیل چې د پوځ لوي درستیز ولي آرامه دی دا هم کیدای شي چې د روانې میاشتې په پيل کې د پاکستان اکثریت سیاسي ګوندونو په پارلمان کې د اوسني نظام طرفداري وکړه.

د پوځ دننه منابع وايي جنرال راحیل شریف د قوماندانانو اوسنۍ ډله د هغه د پخواني ځایی ناستي څخه په اصطلاح په " میراث" اخیستې دي، نو له دی کبله ځان خوندی نه احساسوي.

خو په راتلونکې میاشتې کې به پنځه مهم جنرالان تقاعد شي او دی به ددی موقع ولری چې د خپلې خوښې کسان انتخاب کړي.

راټیرز ته د پاکستان د دفاع وزارت یوې منابع ویلې دي چې دابه ډیره ګرانه وی چې څوک داسي فکر وکړي هغه ددې هڅه کوی چې د حکومت په راپرځولو باندې اقدام وکړي او یا کوم لوی بدلون راولي ځکه چې هغه په دې ډاډه نه دی چې د پوځ قوماندان به یې د لارې مل وي او که نه؟

یادشوې سرچینې زیاتوي چې راتلونکې میاشت به راحیل شریف څلور نوی خپل قوامندانان ولري چې په کښي به د آی اس آی نوی مشر هم شامل وي او هغه به یې وخت وي چې د راحیل شریف حرکات وڅارل شي.

د پاکستان حکومت د درو مهمو سرچینو رایټزر خبری اژانس ته ویلې چې د پاکستان د استخباراتې اداري ((آی، ایس، آی)) مشر جنرال ظیرا لا اسلام له هغو جنرالانو څخه یو و چې د لومړی وزیر نوازشریف په لیری کولو یې ټینگار کاوه.

په یادشویو سرچینو کې یوې ویلي دي چې پوځ نه بلکه په ((آی، ایس، آی)) کې ځینې عناصر سته چې د عمران تر شاه ولاړ دي او غواړي چې نواز شریف لیري کړي.

د رایټرز خبری اژانس ته د (آی، ایس، آی) یوه مهم چارواکي داسي ویلي دي " دا بیخي بي بنسټه خبر ده چې (آی، ایس، آی پکښي شامله ده. خو په حقیقت کې حکومت خپلې ژمني نه دي پوره کړي، هیڅوک به د حکومت پرته له کومه شرطه ملاټر ونکړي."

عمران خان هم د قادري په شان نوازشریف په دی تورنوي چې د ٢٠١٣ کال په انتخاباتو کې یې درغلی کړې وه او ددی غوښتنه کوې چې استعفا دي وکړي او دا خبره ردوي چې دوی دا کار د یوچا په امر کوي.

د نوازشریف اساسي هدفونه د هند سره د تجارتي اړیکو سمون و، افغانستان په دې قانع کول و چې په چارو کې به یې مداخله نه کوي او د طالبانو سره چې کرزي حکومت سره په جنگ بوخت دی، د خبرو د لاری یو سوله ایز حل ته رسیدل وو.

خو اوس چې د بهرني سیاست او داخلي امنیتي پالیسو واک د پاکستان د محافظه کاره ذهینت لرونکي پوځ په لاس کې ولوېدی، د نوازشریف دپاره به دا ډیر گرانه شي چې هغه ژمنې چې د انتخاباتو دگټلو ورسته ېې د هندي چارواکو سره د اړیکو د بیا سمون په برخه کې کړې وې، پرځای کړي.

بله مسله دا ده چې کله د روان کال په پای کې اکثره بهرني ځواکونو د افغانستان څخه ووځي نو پاکستان به په افغانستان کې چې زیات شمیر سیمه ایز هېوادونه په کښي د نفوذ د پیدا کولو دپاره هڅې کوي، د خپلو اهدافو د خوندي کولو دپاره څه وکړي.

د رویټرس خبري آژانس لیکي چې که کودتاه شوې وای او یا نوې شوې، یو حقیقت به بدل شوی نه وای هغه دا چې د پاکستان ډیموکراتیکه پروسه د سختې ګډوډې سره مخامخ شوې ده او په دې کې زیات تاوان نواز شریف ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG