د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغانستان، پاکستان او قاطع ملاتړ جنرالانو ګډه غونډه


کابل کې دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې پاکستان پریکړه کړې چې ژر تورخم کې نوې جوړه شوې دروازه پرانیزي.
کابل کې دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې پاکستان پریکړه کړې چې ژر تورخم کې نوې جوړه شوې دروازه پرانیزي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې نن په دغه وزارت کې د افغانستان، پاکستان او قاطع ملاتړ د ماموریت د لوړپوړو جنرالانود ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په لارو چارو په یوه غونډه کې سره خبرې کړي دي.

د دفاع وزارت وايي چې په دې خبرو کې د افغانستان له اړخه ددغه وزارت د ستردرستیز د اوپراسیون ریس جنرال حبیب حصاري برخه لرله.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په مرکه کې نننۍ خبرې د سرحدي ستونزو د اواري په برخه کې ګټورې وبللې.

جنرال وزیري وویل "دا یوه نورماله نوبتي غونډه ده پخوا هم دا غونډې دایریدلې کله په پاکستان کې، کله په حمایت قاطع کې او کله هم د دفاع وزارت په قرارګاه کې، په دې غونډه کې د سرحد په نامه، د دیورند په نامه، او سیاسي خبرې په کې قطعآ ځای نه لري.دا غونډه تنها د هغو جزوتامونو په هکله چې د خط دواړو غاړو ته واقع دي، د دوی په منځ کې چې کوم سوی تفاهم رامنځ ته کیږي په هغې باندې خبرې کیږي چې هغه سوی تفاهمات له منځه یوسي مثلا انداختونه، کشفي راپورونه ځینې نورې خبرې چې مشکلات ایجادوي په هغې باندې بحث کیږي او ورته د حل لارې لټوي".

تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي چارو د تنظیم لپاره په کابل کې د یوې تخنیکي مشورتي ډلې یوې غونډې خبر ورکړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې دا غونډه په تاشکند کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز ترمنځ د شوې موافقې له مخې جوړیږي.

د تاشکند په غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې لوړې کچې میکانیزم د جوړیدولو پریکړه شوې وه چې پکې به د دواړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران هم ګډون ولري.

همدا شان په تاشکند کې په ترسره شوې غونډه کې پریکړه شوې وه چې دا میکانیزم به یو تخینکي کاري ګروپ هم رامنځ ته کوي.

په کابل کې درې اړخیزه ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې پاکستان پریکړه کړې چې د بلې میاشتې په لومړیو کې په تورخم کې نوې جوړه شوې دروازه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG