د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ په جګړې کې ژوبل افغان سرتېری وژغوره


ښايي دا لومړی ځل وي چې پاکستاني پوځ د ژوبل شویو افغان سرتېرو سره مرسته کوي.
ښايي دا لومړی ځل وي چې پاکستاني پوځ د ژوبل شویو افغان سرتېرو سره مرسته کوي.

د پاکستان پوځ وایي سرتېريې ۶۰۰ متره د افغانستان خاورې ته ننوتي چې له ترهګرو سره په جګړې کې له یو ژوبل شوي افغان سرتېري سره مرسته وکړي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې راغلي چې پېښه د سه شنبې په ورځ د باجوړ قبایلي سیمې ته نژدې د افغانستان په ختیځ کې شوې ده.

د پېښې دقیق ځای ښودل شوی نه دی او نه هم د شوې جګړې په اړه ډېر جزئیات ورکړل شوي دي.

له دې وړاندې پاکستاني پوځيان، آن د مرستندویه چارو لپاره، افغانستان ته نه و راننوتي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي دي چې افغان چارواکو ترې له دغه عسکر سره د مرستې او د هغه د درملنې غوښتنه کړې وه.

دغه ادراه وایي چې ژوبل شوی افغان عسکر یې د پاکستان یوه روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړی دی او اوس د باجوړ ایجنسۍپه یوه روغتون کې یې درملنه کیږي.

افغان چارواکو تر اوسه پدې اړه کومه تبصره نده کړې. پاکستاني مطبوعاتو هم دا خبر خپور کړی دی.

افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره اوږدې پولې لري، چې وخت ناوخت ترې وسله وال طالبان او نور اورپکي اوړي او پر افغان امنیتي ځواکونه ډزې او بریدونه کوي.

افغانستان او پاکستان په دې وروستیو په خپلو کې سره ژمنه وکړه چې د پولو په اوږدو کې به د ترهګرو سره په مبارزې کې له یو بل سره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG