د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی او ګیلاني به د طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي


کرزی او ګیلاني به د طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي
کرزی او ګیلاني به د طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی په افغانستان کي دی چي د جمهوررئیس حامدکرزي او نورو لوړ رتبه افغاني چارواکو سره وګوري.

ښاغلی ګیلاني نن د شنبې په ورځ کابل ته ورسید. ټاکل شوې د پاکستان څو تنه لوړ پوړي چارواکي چي د هغه ملک د پوځ او استخباراتو مشران هم پکی شامل دي د هغه سره یوځای شي.

دافغاني چارواکو سره ددوي د خبرو موضوع ګاني به د طالبانو سره سوله کول، تجارتي مسالې او د امنیتي چارو ښه کول وي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا خبري په داسي وخت کي کیږی چي ددغو دواړو هیوادونو سره د امریکا اړیکي سختي شوی دي.

له بلې خوا:

افغانی چارواکي وایي چي یوه ځان مرګه بم چونکي چي د افغانستان د پوځیانو جامې یې اغوستي وې، د ملک په ختیځ کی د پوځ په یوې اډې باندی حمله کړې پنځه تنه د ناتو او څلور تنه افغان عسکر یې وژلي دي.

چارواکو وویل چي په دې حمله کي چي نن د شنبې په ورځ په جلال آباد کی وشوه، اته کسه زخمي شوي هم دي چي څلور ترجمانان هم په کي شامل وو.

طالبانو ویلي دي چی دا حمله دوي کړې ده.

دا حمله په داسي حال کي کیږی چی د افغانستان امنیتي قواوي دې ته ځان چمتو کوي چي د هغه ملک نه د خارجي قواو د وتلو په صورت کي د خپل ملک امنیت په خپله وساتي.

د جمعې په ورځ یوه ځان مرګه چي د پولیسو د صاحب منصب جامې یې اغوستي وې د کندهار د پولیسو قوماندان په خپل دفتر کي وواژه. په دې حمله کي د پولیسو دوه نور صاحب منصبان هم ووژل سول او درې تنه زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG