د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان ته مو د سرحدي برید له امله رسمي شکایت کړی


پاکستان افغانستان ته د یوې سرحدي حملې له امله رسمي شکایت کړی دی. دغه هیواد وايي چې د افغانستان یاغیانو پرې برید کړی دی او ۱۳ سرتیري یې ور وژلي دي. چارواکي وايي چې یاغیانو پرون د یکشنبې په ورځ د بر دیر په سیمه کې دغه برید کړی دی. په نښتو کې ۶ کسه سرتیري او ۱۴ یاغیان وژل شوي دي.

پوځ وايي چې ۷ سرتیري د سیمه نه ورک شول او وروسته یې مړي وموندل شول چې سرونه یې پرې شوي وو. اوس هم څلور کسه نور ورک دي. پاکستاني طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستې ده.

پوځ د دوشنبې په ورځ ددغه برید پرضد په کلکه احتجاج وکړ او د سرحد آه خوا افغان چارواکي یې په دې تورن کړل چې په افغانستان کې د یاغیانو د خوندي ځایونو پرضد اقدام نه کوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړې او په کښي راغلي دي چې د افغانستان د سفارت مرستیال یې احضار کړی دی چې د افغانستان نه د پاکستان خاورې ته د یاغیانو د وراوښتو پرضد احتجاج وکړي. د پاکستان نوي صدراعظم راجا پرویز اشرف وايي چې دغه موضوع به د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره مطرح کړي.

خو د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند د امریکا غږ د افغانستان برخې ته په مرکه کې وویل چې دا ادعا چې وايي د افغانستان نه یاغیان د پولې آه خوا ته اوښتي دي او ۶ پاکستاني عسکر یې وژلي دي بې اساسه او غلطه ادعا ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستان پر دغه راز بریدونو باندي نیوکه کوي او وايي چې یاغیان یې خاورې ته ورځي او پر ځواکونو یې بریدونه کوي. په عین حال کې افغان او امریکايي چارواکي بیا په پاکستان کې دیره یاغي ډلو باندي تور لګوي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې بریدونه کوي او د پاکستاني مشرانو نه تل غوښتنه کوي چې ددغه هیواد په شمال لویدیځ کې دي د یاغیانو پر خوندي ځایونو باندي بریدونه وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ان به د چارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي چې ددغه هېواد د لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیهاني سره د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د همکارۍ خبري وکړي. د جنرال الن سفر په داسي حال کې کېږي چې د جمعې په ورځ په پاکستان کې میشتې د حقانې شبکې د افغانستان په پایتخت کې په یوه تفریحي هوټل مرګانی برید وکړ.

XS
SM
MD
LG