د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان له لورې پر کونړ باندې د توغندیو خلاف لاریون


په جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د بریدنو په خلاف د ځوانانو لاریون
په جلال آباد کې د پاکستان د توغندیو د بریدنو په خلاف د ځوانانو لاریون
د جلال آباد ځوانانو د يو لاريون په ترڅ کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې پر کونړ ولايت د پاکستاني راکټي بريدونو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

دغه ځوانان چې شمېره يې شاوخوا دوو سوو ته رسېده د ننگرهار ولایت مقام ته نږدې خپل لاريون ترسره کړ.

دوى چې دننګرهار د ځوانانو چارو امريت په هڅو راټول شوي وو ، همداشان یې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې ددغو بريدونو پرضد دې بايد دوى پر وسلو سنبال شي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزى وايي چې نړيواله ټولنه په تېره امريکا دې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

احمدزي وویل "نړيواله ټولنه په تېره امريکا بايد په دې موضوع کې مداخله وکړي،دوى چې ستراتيژيک تړون غواړي نو بايد زموم له سرحداتو دفاع وکړي،دولت بايد دا ستونزده حل کړي
".

يو تن لاريون کوونکى نور احمد نورانى وايي چې دوى دې ته تيار دي چې دپاکستاني ځواکونو دبريدونو ددوام په صورت کې خپلو پوځونو سره څنګ په څنګ ودرېږي.

ددې لاريون يو بل ګډونوال زاهدالله شينوارى وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستاني سرتېرو راکټي بريدونو دلته د ځوانانو پر روحياتو بدې اغېزې کړي او سخت يې اندېښمن کړي دي.

دى وايي "موږ روحي مشکلات لرو له يوې خوا ټاکنې راروانې دي له بلې خوا مو ازموينې روانې دي،حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي،دولت بايد په دې اړه جدي اقدام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهيسې دچهارشنبې تر سهاره د کونړ پر دانګام ولسوالۍ يوسل اوه لس توغندي د پاکستان له لورې توغول شوي دي او پر شيګل ولسوالۍ هم آتيا نور توغندي ویشتل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې دا بريدونه هيڅ ډول ځاني زيان نه لري.

پاکستان له خپلې خاورې د کونړ په ولایت بریدونه تر اوسه نه دي منلي او ادعا یې کړې چې د افغانستان له اړخه یې مخالف وسلوال په امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دوي ورباندې ډزې کوي.

خو افغان حکومت وایي چې په دې مسله یې څو ځله له اسلام اباد سره خبرې کړي دي.
XS
SM
MD
LG