د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان سفیر ته احتجاج وکړ


حکمت کرزي وويل د توغندیو د ویشتلو پرته د افغانستان او پاکستان اړیکو سمون موندلې
حکمت کرزي وويل د توغندیو د ویشتلو پرته د افغانستان او پاکستان اړیکو سمون موندلې

د افغانستان د باندنېو چارو مرستیال وزیر، حکمت خلیل کرزي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر، محمدابرار حسین، احضار کړ او ورته یې د وروستېو راکټي بریدونو له کبله کلک احتجاج وکړ.

د باندنېو چارو د وزارت په یوې خبرپاڼۍ کې راغلي چې ښاغلي کرزي پاکستاني سفیر ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې ۵۳ توغندي چې د ډیورنډ د کرښې د پاکستان له لورې توغول شوي وه پر افغانستان ولګیدل او د يوې ښځې په ګډون يې درې ملکي افغانان ووژل او دوه نور يې ټپیان کړل.

وزارت ویلي چې توغندي د ننګرهار ولایت پر نازیانو ولسوالۍ او د کنړ ولایت پر نرۍ او شیګل ولسوالېو ولګیدل.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې وروستيو پيښو په اړه څه ندي ویلي خو پخوا یې ویلي وه چې ځيني پاکستاني طالبان له برید وروسته، افغانستان ته تیښتي.

کابل پداسې حال کې اسلام آباد ته خپل احتجاج استولی چې پدې وروستيو کې د افغان او پاکستاني حکومتونو تر منځ اړیکو سمون موندلی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني دې میاشت کې له پاکستان نه مننه وکړه چې په اسلام آباد کې یې له طالب استازو سره د نیغه په نیغه خبرو انتظام برابر کړ.

XS
SM
MD
LG