د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سرحدي کټارو لگول پیل کړل


افغان حکومت د ډیورند په کرښه د هر ډول کټارو او خنډونو د لگولو سره مخالفت څرگند کړی
افغان حکومت د ډیورند په کرښه د هر ډول کټارو او خنډونو د لگولو سره مخالفت څرگند کړی

د پاکستان لوی درستیز ویلي دي چې د افغانستان سره په پوله "په خطرناکو برخو کې" د گټارو لگول پیل شوي دي خو کابل دغه کار ګټور نه بولي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید بجوه د دوشنبې په ورځ وویل چې د کټارو لگول د افغانستان د ننگرهار او کونړ ولایتونو سره په پوله د باجوړ او مهمند ایجنسیو د قبائیلي سیمو "په خطرناکو برخو" کې پیل شوي دي.

جنرال باجوه وویل چې دغه کار د دواړو هیوادونو – افغانستان او پاکستان – د امینت په گټه دی.

د افغانستان حکومت د ډیورند په کرښه د هر ډول کټارو او خنډونو د لگولو سره مخالفت څرگند کړی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د ډیورنډ د کرښې په هغې غاړه کې د پاکستان وروستي فعالیتونه او تحرکات له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته نه شي کولی.

ښاغلي عبدالله پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ په خلاف صادقانه هڅه وکړي.

له دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان حکومت به د پولې د خنډونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې جنرال باجوه وایي "د منظمې هوایي څارنې سربیره د سرحد په اوږدو کې د څارنې لپاره اضافي تخنیکي وسایل ځای پر ځای شوي دي."

پاکستان تور لگوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دیره دي او له کابل غواړي چې د ملیشه ډلو پټنځایونه له منځه یوسي. افغان لورې دغه ادعا تل رده کړې ده.

افغانستان بیا پاکستان په دې ملامتوي چې په پخله خاوره کې د افغان طالبانو د قوماندانانو په شتون سترگې پټوي او د طالبانو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG